لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د دریو نورو یرغمالانو د ازادولو اعلان کړی او اسرایل د دې خبر تصدیق کړی


حماس د دریو یرغمالانو نومونه اعلان کړي چې د خالي، شنبې، په ورځ به يې ازادوي
حماس د دریو یرغمالانو نومونه اعلان کړي چې د خالي، شنبې، په ورځ به يې ازادوي

فلسطیني وسله والې ډلې حماس اعلان کړی او اسرایل يې تصدیق کړی چې درې نور یرغمالان به د خالي، شنبې، په ورځ ازاوي، چې د ډز بندۍ په مهال به د فریقېنو ترمنځ د بندي کسانو څلورمه تبادله وي.

د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې حماس تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال نیولي وو. په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي. امریکې، برطانيي او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

په اسرایل د حملې په جواب کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې تر د ۴۷۴۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم وژلي دي.

د امریکې، مصر او قطر په کوښښونو د اسرایل او د حماس ترمنځه ډزبندي شوې ده چې په مهال به يې حماس اسرایلي یرغمالان او اسرایل به یو شمېر فلسطیني قېدیان ازادوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حماس اته یرغمالان او اسرایل ۱۱۰ فلسطیني قېدیان ازاد کړل. د ازاد کړ شویو فلسطینیان څخه ۳۲ هغه کسان هم وو چې په اسرایلیانو د خونړیو حملو په سر ورته د عمر قېد سزاګانې اورول شوې وې.

د ډزبندۍ په لړ کې اسرایل هغه فلسطینیانو ته د ستنېدو اجازت ورکړی چې د غزه د شمالي برخې نه د جنګ په وخت کې بې کوره شوي وو. چارواکي وايي د ۴۲۳۰۰۰ نه زیات فلسطینیان خپلو سیمو ته بېرته تللي دي.

د ډزبندۍ ترمخه به غزه ته په انساني امداد کې اضافه کولی شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام چارواکې اېنټواېن رېنرډ د جمعې په ورځ په جېنیوا کې خبري کانفرنس ته وویل د جنورۍ په ۱۹ نېټه ډزبندي د شروع کېدو راهسې غزه ته ۳۲۰۰۰ مېټرک ټنه خوراک رسوول شوی دی.

بلخوا، د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي د جمعې په ورځ د لبنان د دورې په مهال جنوبي لبنان نه د اسرایلي ځواکونو د مکمل انخلا غوښتنه وکړه.

د لبنان صدر جوزف اون سره د ملاقات وروسته، عبدالعاطي خبریالانو ته وویل مصر غواړي چې اسرایلي ځواکونه د جنوبي لبنان څخه ووځي او د هېواد یوه اېنچ ځمکه هم ونه نېسي.

د اسرایل او په لبنان کې مېشته حزب الله وسله والې ډلې ترمنځه ډزبندۍ د معاهدې اسرایلي ځواکونه به د لبنان نه وتل او د جنورۍ د ۲۶ نېټې پورې به حزب الله خپل وسله وال د لېطاني دریاب نه شمال غاړې ته اړول. دا معاهده د امریکې په ثالثۍ شوې وه او د نومبر په ۲۷ اعلان شوې وه.

خو اسرایلي ځواکونه اوس هم د لبنان د ۱۲ نه زیاتو کلیو کې موجود دي. امریکې او لبنان د اتوار، يکشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د معاهدې نېټه د فېبرورۍ تر ۱۸ نېټې پورې غځول شوې ده.

د ډزبندۍ د شروع کېدو راهسې اسرایل قریباً هره ورخ په جنوبي لبنان کې د هوايي حملو او ځمکنۍ بمبارۍ په شمول عملیات کړي دي. اسرایلي ځواکونه په حزب الله د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام لګوي.

اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره شپه په بقاع وداۍ کې د حزب الله په هدفونو بمباري وکړه. اسرایلي پوځ دا هم وویل چې د حزب الله د یو جاسوسي ډرون مخه يې هم ونیوله.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG