لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د یو ماشوم د مړي په شمول د څلورو یرغمالانو جسدونه اسرایل ته ورکړل


اسرایل ته د یرغمالانو جسدونه د سپارل کېدو په ځای کې په سلګونو کسان جمع شوي وو. په تورو کپړو کې نغښتل شوي تابوتونه په سټېج اېښودل شوي وو او نږدې بېرغونه او بېنرې لګول شوې وې
اسرایل ته د یرغمالانو جسدونه د سپارل کېدو په ځای کې په سلګونو کسان جمع شوي وو. په تورو کپړو کې نغښتل شوي تابوتونه په سټېج اېښودل شوي وو او نږدې بېرغونه او بېنرې لګول شوې وې

فلسطیني وسله والې ډلې حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یو ماشوم د مړي په شمول د څلورو یرغمالانو جسدونه اسرایل ته وسپارل. د طبي امداد رېډ کراس نومې ادارې د موټرو په قافله کې د یرغمالانو مړي د غزه د خان یونس ښار نه اسرایلي پوځ ته انتقال کړل.

اسرایل ته د یرغمالانو جسدونه د سپارل کېدو په ځای کې په سلګونو کسان جمع شوي وو. په تورو کپړو کې نغښتل شوي تابوتونه په سټېج اېښودل شوي وو او نږدې بېرغونه او بېنرې لګول شوې وې.

په یو بېنر په اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جنګ مجرم الزام لګول شوی و او ويل شوي وو چې د اسرایل هوايي حملو یرغمالان وژلي دي.

د نېټن یاهو دفتر وویل رېډ کراس د یرغمالانو جسدونه اسرایلي پوځ ته وسپارل او د مړو شناخت دپاره به په تل ابیب کې نېشنل سېنټر اف فورېنزېک مېډېسن ته انتقالولی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسرایل ته د ورکړی شویو یرغمالانو په جسدونو کې د کېفر بېباس مړی هم شامل و. هغه د نهو میاشتو و چې حماس تښتولی و. د هغه څلور کلن ورور اېرېل بېباس او د دوی مور شېري بېباس جسد هم اسرایل ته ورکړی شو.

دا کسان د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې نیول شوي وو. د حملې په وډیو کې لیدل کېږي چې شېري بېباس دواړه هلکان په کمپل کې نغښتي او مسلح کسان يې د ځان سره بیايي.

حماس ویلي دواړه ماشومان او مور يې د ۲۰۲۳ د نومبر په میاشت کې د اسرایل په هوايي حمله کې وژل شوي دي. د ماشومانو پلار یردن بېباس جدا اغوا شوی و دا میاشت ژوندی ازاد کړی شو.

د دواړو ماشومانو او د مور ترڅنګ حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اودېد لېفشیز مړی هم حماس اسرایل ته ورکړو. هغه ۸۳ کلن و چې تښتول شوی و.

اسرایلي صدر ایزک هروزګ په اېکس یو پېغام کې وویل د ټول قوم زړونه مات پراته دي. هغه وویل د اسرایلي ریاست په نمایندګۍ معافي غواړي چې د یرغمالانو تحفظ یې و نه کړی شو او کورونو ته يې به محفوظه ډول ستانه کړی شوو.

نېټن یاهو وویل زیارت، پنجشنبه، د قوم دپاره د خفګان ورځ ده. هغه وویل د هغه او د ټول قوم زړونه مات دي، د ټولې دنیا زړونه مات دي او دنیا ته ښښي چې معامله يې د کومو "بلاګانو" سره ده.

حماس اعلان کړی چې د خالي، شنبې، په ورځ به شپږ یرغمالان ازادوي. په بدل کې به اسرایل فلسطیني قېدیان ازادوي.

اسرایل او حماس د جنورۍ په ۱۹ نېټه شوي د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله د نافذ کولو په حال کې دي. توقعو ده چې د ډزبندۍ په دویم پړاو به دا هفته خبرې اترې شروع شي. دا خبره د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار کړې ده.

د حماس یو چارواکي ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې باقي پاتې یرغمالان د ډزبندۍ په اینده مرحله کې یو ځای ازادېدلی شي. طاهر النونو وویل حماس منځګړي خبر کړي چې حماس تیار دی چې په دویمه مرحله کې د وړمبۍ مرحلې برعکس ټول یرغمالان په یو ځای ازاد کړي.

د حماس چارواکي واضحه نه کړه چې څومره یرغمالان اوس هم د ډلې په ولکه کې دي. ویل کېږي چې تر ۷۰ پورې یرغمالان د حماس په ولکه کې دي چې نیمايي يې ژوندي دي.

د ډزبندۍ د شروع کېدو راهسې حماس ۲۵ یرغمالان او اسرایل د ۱۰۰۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

حماس ویلي باقي پاتې یرغمالان به په غزه کې د مستقل امن او د سیمې نه د اسرایلي ځواکونو د مکمل انخلا وروسته ازادوي.

په عېن حال کې اسرایل د امریکې په ملاتړ د خپل دې لوظ نه نه دی په شا شوی حماس به ختموي او د غزه په انتظام کې به یې کردار نه وي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د اسرایل او د حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی و. په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۸۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

یادونه: د دې خبر ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG