لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس په تل ابیب راکټونه ویشتلي خو کوم تاوان نه دی رپورټ شوی


د حماس وسله والې څانګې د اتوار/ یکشنبې په ورځ په څو میاشتو کې په وړومبي ځل په اسرایل ٫٫ ګڼې راکټې ویشتلي٬٬ او د اسرایل اقتصادي مرکز تل ابیب یې په نخښه کړی.

دا برید د فلسطین وسله والې ډلې لخوا د تیرو اتو میاشتو جګړې ته مقاومت ښودنې په توګه لیدل کیږي.

د دغه برید په مهال په اسرایل کې د هوايي بریدونو په وخت د خطر ساېرنې غږول شوي خو اسرایل ویلي چې په سمدستي توګه د راکټي بریدونو د لاسه کوم زیان یا تاوان نه دی رپورټ شوی.

د جنورۍ د میاشتې راپه دیخوا دا د غزه نه اسرایل ته ویشتل شوي د لرې هدف ویشتونکو راکټونو لومړی برید دی. که څه هم په اسرایل د غزه د پولې نه وخت په وخت راکټونه او مارټر ګولې ویشتل کیږي.

خو په دې تازه برید کې د راکټونو ویشتل په مرکزي غزه کې هم اوریدل شوي.

د حماس عزالدین القسام بریګیډ په خپل ټیلیګرام پوسټ کې ویلي چې په تل ابیب یې ٫٫ د صیهونیانو لخوا د عامو خلکو خلکو د بشر وژنې په ځواب کې یې ګڼ راکټونه ویشتلي.٬٬

د اسرایل پوځ ویلي چې د جنوبي غزه د رفح ښار نه ویشتل شوي اته توغندي د اسرایل سرحد ته داخل شوي. په رفح کې اسرایلي پوځ تازه پوځي عملیات پېل کړي. د اسرایل پوځ زیاته کړې چې ګڼ شمېر توغندي یې اسرایل ته د رسېدو وړاندې شنډ کړي.

د اتوار/ یکشنبې په ورځ غزه ته د جنوبي اسرایل په لار امدادي ټرکونه داخل شوي. د دغې نوې لار په سر د مصر سره لوظنامه شوې ځکه چې اسرایل د رفح فلسطین غاړې ته لار د روانې میاشتې د شوور راهسې تړلې. خو تر اوسه دا نه وه په ډاګه چې ایا امدادي ډلې به د روانې جګړې د لاسه وکړی شي چې په دغه لار لاړ شي.

مصر د رفح خپل اړخ د لارې پرانستو نه تر هغې انکار کړی تر څو چې د غزه د غاړې کنټرول فلسطیني ادارې ته وه نه سپارل شي. خو اوس مصر دې ته غاړه اېښودې چې په عارضي توګه دغه امدادي ټرکونه د اسرایل کرم ابو سالم پولې ته پرېږدي، کومه چې غزه ته د امدادي سامانونو لیږلو مهمه لار ده.

د امریکا صدر جو باېډن او د مصر صدر عبدالفتح السیسي تر منځه په ټېلیفون د خبرو وروسته مصر دغې کار ته غاړه اېښودې.

خو دغه سرحدي لار تر ډیره د کارولو نه ده ځکه نژدې په رفح کې د اسرایلي عملیاتو د لاسه جګړه روانه ده. اسرایل ویلي چې دوي په سلګونو امدادي ټرکونه غزه ته داخلیدو ته پرېښودي، خو د ملګرو ملتونو امدادي ادارې وايي په دغه لارو امدادي سامان رسول د خطره ډک دي.

د اسرایل او حماس تر منځه روانې جګړې اته میاشتې وشوې او تراوسه په دغه جګړه کې د غزه د صحت وزارت تر مخه ۳۵۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي.

د غزه د صحت وزارت په خپلو شمېرو کې د عامو خلکو او حماس جنګیالو تر منځه توپیر نه کوي. د غزه د ۲.۳ میلینه (۲۳ لکه) ابادۍ نژدې ۸۰ فیصده ابادۍ خپل کورونه پرېښودي او د ملګرو ملتونو د چارواکو تر مخه په غزه کې په لویه کچه لوږه خوره شوې او خلک د قحط سره مخ دي.

د اسرایل او حماس تر منځه دغه جګړه د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل کې داخلیدو او هلته ۱۲۰۰ اسرایلیان چې زیاتره یې عام خلک وو وژلو او د ۲۵۰ نه زیاتو د ځان سره تښتولو وروسته پېل شوې. د حماس وسله وال لا هم د ځان سره د ۱۰۰ نه زیات اسرایلي یرغمالیان لري.

د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG