لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس وايي د اسرایل په هوايي بمباۍ کې یې د امنیتي ځواکونو مشر وژل شوی



د حماس سره تړلي خبري ادارې وویل جهاد محیسن او د هغه د کورنۍ ځېني غړي په خپل کور کې په هوايي حمله کې ووژل شوو
د حماس سره تړلي خبري ادارې وویل جهاد محیسن او د هغه د کورنۍ ځېني غړي په خپل کور کې په هوايي حمله کې ووژل شوو

فلسطیني مسلح ډلې حماس ویلي د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د قومي امنیتي ځواکونو مشر او د هغه د کورنۍ ځېني غړي وژل شوي دي.

د حماس سره تړلي خبري ادارې وویل جهاد محیسن او د هغه د کورنۍ ځېني غړي په خپل کور کې په هوايي حمله کې ووژل شوو.

بلخوا اسرایل وویل د لبنان سره په پوله په یو کلي یې په لبنان کې مېشته وسله والو دوه راکټونه وویشتل خو څه مرګ ژوبله یې و نه کړه. اسرایلي پوځ وویل چې د راکټ حملې په جواب کې اسرایلي عسکرو هغه ځایون په توپخانه وویل د کوم ځای نه چې په اسرایلي کلي راکټونه ویشتل شوي وو.

اسرایل دا هم اعلان کړی دی چې د مصر دلارې به غزه ته په محدوده کچه امدادي سامان د لېږلو اجازت ورکوي.

د حماس خلاف جنګ د اعلانولو سره سم اسرایل په غزه د اوبو، خوراک او بجلۍ د بندولو خبره هم کړې وه.
د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل غزه د مصر دلارې د بشري امدادي سامان ته د اجازت ورکولو فېصله د امريکې صدر جوبایډن په خواست وشوه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې د اسرایل دوره وکړه.

تېره هفته په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل د فلسطیني وسله والې ډلې خلاف د جنګ اعلان کړی دی او اسرایلي ځواکونو د حماس په ضد هوايي حملې شروع کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم اسرایلي ځواکونو په غزه هوايي حملې دوامداره وساتلې.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د برطانیې وزیراعظم رشي سونک هم د اسرایل دوره وکړه. سونک وویل د حماس د حملې وروسته برطانیه د اسرایل سره په حمایت کې ولاړه ده.

اسرایل نه د ستنېدو په مهال صدر بایډن خبریالانو ته وویل چې اسرایلي مشرانو یې په دوستانه ماحول کې خبرې وکړې.

واشنګټن ته د پرواز په مهال بایډن په ایرفورس ون نومې سرکاري جهاز کې خبریالانو ته وویل چې اسرایلي مشرانو سره "نېغې" خبرې وکړې.

بایډن وویل اسرایلیانو ته یې وویل چې په داسې حال کې ملک د ترهګرۍ ښکار شوی دی د اسرایل دپاره دا موقع ده چې په غزه کې د فلسطینیانو مشکلات کم کړي.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 او په غزه کې 3400 کسان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG