لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو: ځانمرگي بريد کې 15 کسان وژل شوي دي


هنگو: ځانمرگي بريد کې 15 کسان وژل شوي دي
هنگو: ځانمرگي بريد کې 15 کسان وژل شوي دي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا په جنوبي سيمه هنگو کې دجمعې په ماښام ترسره شوې يوه طاقتوره بمي چاؤدنه کې دسرکاري ټي وي ترمخه لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي اوپه لسگونو نور ژوبل شوي دي.
دمقامي سرچينو له مخې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې په پاس کلي سيمه کې يو تن ځانمرگي دبارودو څخه ډک گاډى دامام باړې سره پيوست جوړيدونکي هسپتال الحسينيه سره ټکر کړو چې له امله دروغتون وداني په مکمل توگه ړنگه شوه.
دکوهاټ کمشنر خالد خان له مخې قبائيلي سيمو کرمې اواورکزو ايجنسيو کې دپوځي عملياتو په نتيجه کې بې کوره شوؤ دوؤلکو څخه زياتو کسانو په هنگو او کوهاټ کې پناه اخستې اوانتظاميې ته ددې خبرې اندازه وه چې دمحرم په مهال دغه دواړه ښارونه دترهه گريزوکارروائيونخښه جوړيدى شي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دمحرم الحرام په لړ کې په ټول پاکستان کې دنوره کله په پرتله سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
په روانه اوونۍ کې په شمال لويديز پاکستان کې ترسره شوې دغه دريمه بمي چاؤدنه وه.
له دې وړاندې په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې هم ځانمرگى بريد ترسره شوؤ چې پکې دپنځوسو څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
ددغه پيښې څخه يواځې دوه ورځې وروستو دکوهاټ په يو مصروف بازار کې ځانمرگى بريد ترسره شو چې پکې 17 کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG