لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې نهه کسان وژل شوي دي


هنگو: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې نهه کسان وژل شوي دي
هنگو: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې نهه کسان وژل شوي دي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په جنوبي ضلع هنگو کې دزيارت په ورځ په يو ځانمرگي بريد کې دپوليس عسکرو په شمول نهه کسان وژل شوي او لږ ترلږه 32 کسان نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگى بريد په هنگو کې په ريلوى روډ ترسره شوى دى.
دهنگو ډي سي او عادل صديق له مخې ځانمرگى په ريلوى روډ دپوليس دچوکۍ سره نزدې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دپوليسو دگاډي سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې وينا ده په دغه چاؤدنه کې تر شپږو کلو گرامو پورې بارود استعمال کړل شوي وؤ.
دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې دنزدې ودانيو شيشې ماتې شوې او تر پينځلسو پورې کورونو ته يې زيان رسولى دى.
دپوليسو ترمخه دغه ځانمرگي بريد کې دڅلورو پوليس عسکرو په شمول 9 کسان وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي چې دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى دى.
دپيښې څخه وروستو قانون پځايې کوونکو ادارو ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې او پلټنې يې پيل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG