لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : طالبانو څلور کسان وژلي دي


.هنگو ضلع د قبائيلي سيمې اورکزوايجنسۍ سره نزدې موقعيت لري چې دغلته وخت ناوخته پاکستاني پوځيان دتندلارو پر ضد عمليات هم کوي.
.هنگو ضلع د قبائيلي سيمې اورکزوايجنسۍ سره نزدې موقعيت لري چې دغلته وخت ناوخته پاکستاني پوځيان دتندلارو پر ضد عمليات هم کوي.

د خيبرپښتونخوا په هنگو ضلعه کې طالب جنگيالو څلور کسان وژلي دي. د سرچینو له مخې دغه کسان طالبانو د غله په تور د ډزو سره وژلي او له هغې وروسته يې د سيمې خلکو ته دړکه کړې ده چې ددغو وژل شوؤ کسانو جنازې به هم نۀ کوي.
د سيمې څخه چارواکو وئيلي وژل شوي کسان پوليس هم د هغوي د جرمونو له امله لټول خو دغه کسان طالبانو ته په لاس ورغلل او هغوي ووژل.
دپوليسو يو مشر اسلام الدين په وينا ددغو کسانو مړي د نهې په ورځ په هنگو ضلع کې دسړک ترڅنگ موندل شوي دي.
ددغو کسانو دمړو سره يو خط هم ترلاسه شوى چې پکې ليکل شوي دغو کسانو خپل جرم قبول کړى دى.
په خط کې دا هم وئيل شوي چې دغه کسان غلۀ وؤ او خلکو ته دهغوي په جنازه کې دگډون نۀ کولو وينا شوې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو دانور، غازي، فاروق او شرابي په نومونو شوې ده چې هم دهنگو دښار اوسيدونکي وؤ.
دپاکستان په زياترو قبائيلي سيمو کې طالب جنگيالي دخلکو دخواخوږو ترلاسه کولو په غرض شکمن مجرمان وژني او يا ورته جسماني سزا گانې ورکوي.
هنگو ضلع د قبائيلي سيمې اورکزوايجنسۍ سره نزدې موقعيت لري چې دغلته وخت ناوخته پاکستاني پوځيان دتندلارو پر ضد عمليات هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG