لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر استعفی ورکړه


Hanief Atmar resignation

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې او د ارګ په یوه اعلامیه کې وېل شوي صدر اشرف غني د ښاغلي اتمر استعفی منظوره کړې.

د حنیف اتمر د دفتر لخوا وي او ای ته د استعفی خط هم لیږل شوی چې پکې ویل شوي په نژدیو میاشتو کې د افغانستان حکومتي مشرانو سره د یو شمیر اختلافونو له سببه يې استعفا ورکړی.

په خط کې ویل شوي لوې اختلافونه يې د ملت یا قام د حفاظت، د سولې او امنیت رامنځ ته کیدو، انتخابي چارو، ښه حکومت او سېمه ایزو او نړیوالو اړیکو په سر راپورته شوي وو.

وي او ای ته لیږل شوي دغه خط یا لیک کې ښاغلي اتمر لیکلي، د دغه اختلافونو په نه حل کیدو او څه حل ته په نه رسیدو هغه د خپلې څوکې نه استعفا ورکوي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ٫٫ ارګ٬٬ بیا په یوه اعلامیه کې د ښاغلي اتمر د استعفا پخلی او د صدر غني لخوا د دغې د منظورۍ اعلان کړی. د ارګ لخوا خپور شوي اعلامیه وايي.

٫٫ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني ته نن خپله استعفا رسماً وړاندې کړه. د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار استعفا منظور او هم ‎مهاله یې په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه تعین کړ.٬٬

ښاغلی حنیف اتمر د صدر اشرف غني په ډیرو نژدي کسانو کې ګڼل کیدو او د پخواني صدر حامد کرزۍ په وخت کې د وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې.

XS
SM
MD
LG