لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې پاکستان له حقاني شبکې لاس نه اخلي؟


نصیر الدین حقاني په اسلام اباد کې د کور خواته له تنور نه ډوډۍ اخیسته چې په ټوپک وویشتل شو او قاتل یې تر ننه نه دی معلوم.
نصیر الدین حقاني په اسلام اباد کې د کور خواته له تنور نه ډوډۍ اخیسته چې په ټوپک وویشتل شو او قاتل یې تر ننه نه دی معلوم.

پیر زبیر شاه

د ۲۰۱۰ میلادي کال د جولایي د میاشت یوه ګرمه ورځ وه. په پاکستان کې د افغان طالبانو تر ټولو ستره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې د دیني سبقونو نه د فراغت د دستاربندۍ مراسم وو.

پدغو مراسمو کې په زرګونو برخه والو کې یو څو (خاص) میلمانه هم ناست وو. دا د جلال الدین حقاني ځوی نصیر الدین حقاني او د هغه ورور خلیل حقاني وو. د دغه دواړو میلمنو په رڼا ورځ په دومره ګڼه کې ګډون ښایي چې له لومړۍ ورځې راهسې د حقانيډلې مشران او د کورنۍ غړي د اسلام اباد نه په څو میله فاصله کې ازاد تګ راتګ کوي.

د جلال الدین حقاني بل ځوی سراج الدین حقاني د پاکستان قبایلي سیمه وزیرستان کې په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پرضد د ترهګرو حملو د پلانونو په جوړولو کې بوخت وو.

سراج الدین حقاني د ډرون د حملو د ویرې پټ وه خو د هغه ورور نصیر الدین حقاني او تره خلیل حقاني په خلاص مټ په پاکستان کې د ګرځېدو اجازه لرله.

دواړو د حقاني ډلې لپاره د پاکستان استخباراتي ادارې ایي ایس ايي سره د استازي په توګه دنده لرله او پاکستان او خلیجي هېوادونو کې یې د حقاني ډلې لپاره د پېسو یا چندو راټولو ذمه په سر وه.

وروسته خلیل حقاني باندې د القاعدې ډلې سره د تړاو په تور ملګروملتونو بندیزونه ولګول.

خو د بندیزونو وړاندې تره او وراره په ازاده توګه د پاکستان او عربي اماراتو سفرونه کول.

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې حقاني دارالعلوم د حقاني ډلې د مذهبي مخ پېژندګلو ده. له یادې مدرسې فارغ افغان طالبان په خپلو زده کړو باندې ویاړي نو ځکه د اکثرو طالبانو د نومونو وروسته د حقاني لقب کارول کېږي.

جلال الدین حقاني او د هغه ځامن هم ځکه د نوم په اخر کې حقاني لیکي.

ولې پاکستان له حقاني شبکې لاس نه اخلي؟

په ۲۰۱۱ کې ما او زما خبریالې ملګرې کارلوټا ګال لیکلي وو چې حقاني ډله د پاکستان لپاره تر ټولو ښه لاسپوڅې کیدای شي ځکه چې په توکم باندې د حقاني ډلې مشران او غړي ټول پښتانه دي خو پښتون ملت پالي یې هدف نه دی او دا هغه څه دي چې د پاکستان حکومت یې په افغان پښتنو کې خوښوي.

طالبان هم پښتانه دي خو د وطن یا قوم پرځای په افغانستان کې د پاکستان د مذهبي مفکوري د بري لپاره یې ټوپک اوږې ته پورته کړی. د حقاني ډلې او طالبانو تر اوسه د دې تور نه ځان پاک نشو کړی چې وايي دوی د پاکستان د پوځ ګوډاګیان دي.

په نیویارک ټایمز کې مونږ لیکلي وه پاکستان غواړي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته حقاني ډله د ځان په ګټه وکاروي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره حقاني ډلې ته پېسې، ځای او وسلې پکار دي او هغه ورته پاکستان ورکوي.

زمونږ په راپور کې راغلي وه ٫٫د پاکستان تر ټولو لویه خپسه یو ځواکمن، مرکزي او ولس پاله افغان ریاست دی او دا هغه څه دي چې امریکا یې جوړول غواړي خو پاکستاني مشران ویره لري چې دغه ډول افغانستان به پولې سره جوخت پرتو پښتنو باندې دعوه وکړي. برتانیې د پښتنو دغه سیمه په ناترسه ډول له افغانستان نه جلا کړې او افغانستان دغه ویش نه مني. پاکستان دا ویره هم لري چې کېدای شي یوه ورځ پښتانه ځانته خپل هېواد جوړ کړي.٬٬

پاکستان کې د حقاني شبکه په کومه سیمه کې پرته ده؟

د جلال الدین حقاني پلرني ټاټوبي خوست ته نږدې د پاکستان قبایلي سیمې د تیرو څو لسېزو راهیسې د حقاني شبکې د فعالیتونو مرکز دی.

په افغانستان کې د پخواني شوروي پرضد د مقاومت په ورځو کې د حقاني مرکز شمالي وزیرستان وه خو د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته حقاني شبکه د شمالي وزیرستان نه نورو قبایلي سیمو ته هم وغزېده.

ددې لوی دلیل دا دی چې په پاکستان کې د حقاني ډلې ملاتړو د ډرون د حملو نه د خوندي ساتلو لپاره د شبکې مشران او غړي وخت په وخت، لکه د پېشو د بچو په څېر، د یوې قبایلي سیمې نه بلې ته اړولي دي. د سرپناهپه تکل کې حقانې شبکې شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزو او کورمې ته ګډه شویدي.

همدارنګه د حقاني شبکې مشران په پلازمینه اسلام اباد، پینډۍ او پېښور کې اوسېږي.

خو بیا هم پر مځکه ناست د امریکا استخباراتي معلومات دومره قوي وه چې د ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې د هغوي پرضد د امریکايي ځواکونو لخوا د ډرون به بریدونو کې د حقاني ډلې ځینې کسان وژل شویدي.

په دغو کې د جلال الدین حقاني دوه ورونه بدرالدین او محمد حقاني هم شامل دي.

همدارنګه د جلال الدین حقاني بل ځوی انس حقاني د افغان امنیتي ځواکونو لخوا تر نیول کېدو وروسته دامهال په بند کې شپې تیروي او د افغانستان قضایه قوې ورته د مرګ سزا اورولې ده.

د حقاني شبکه څه ډول فعالیتونه کوي؟

د حقاني شبکه په افغانستان کې د نږدې ټولو سترو ترهګریزو بریدونو مسوله ده. ددې ترڅنګ دوي هڅه کوي چې بهرنیان وتښتوي او بیا یې د پېسو او یا د خپلو بندیانو په بدل کې خوشې کړي.

دوي د القاعدې او پاکستاني طالبانو سره هم مرسته کوي او دوي ته پېسې، وسلې او ځان مرګي روزوي.

په پاکستان کې د حقاني شبکې او ددغې ترهګرې شبکې د مشرانو شتون هغه وخت نور هم یقیني شو چې په ۲۰۱۳ کې د جلال الدین حقاني بل ځوی او د حقاني شبکې یو مهم غړی نصیر الدین حقاني په پلازمینې اسلام اباد کې د خپل کور ترڅنګ په یوه مارکیټ کې په رڼا ورځ ووژل شو.

نوموړي د کور خواته له تنور نه ډوډۍ اخیسته چې په ټوپک وویشتل شو او قاتل یې تر ننه نه دی معلوم.

نن که امریکا او افغانستان په پاکستان د کابل د خونړۍ پېښې تور لګوي نو علت یې دغه بربنډ حقیقتونه دي چې ټولې نړۍ ته څرګند دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG