لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فرانس د لبنان سیاسي کشالې حل کولو هڅه کوي


د لبنان وزیراعظم سعد الحریري ویلي په راتلونکو ورځو کې هیواد ته ددې لپاره ستون شي چې د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې برخه واخلي او خپل سیاسي دریځ په ډاګه کړي.

د لبنان مستعفي وزیراعظم سعد الحریري د فرانس د صدر ایمانویل مکرون په بلنه پیرس ته تللی دی. ښاغلي حریري د ښاغلي مکرون سره له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته په وینا کې له فرانس نه مننه وکړه چې په منځني ختیځ کې یو "مثبت سیاسي رول" لوبوي.

هغه د لبنان د سیاسي وضعیت په اړه وویل "د صدر سره له لیدنې وروسته به د دغو موضوعاتو په اړه خپل دریځ څرګند کړم".

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حریري د هغو رپورټونو وروسته چې ویل یې هغه سعودي عربستان یرغمل کړی دی، په عام محضر کې څرګندیږي.

د لبنان وزیراعظم د نومبر په څلورمه په سعودي عربستان کې خپله استعفی اعلان کړې وه، خو د لبنان صدر میشل عون د هغه استعفی ونه منله او په سعودي عربستان یې تور ولګاوه چې هغه یې د خپلې خوښې پرخلاف ساتلی دی.

خو د لبنان جمهوري ریاست دفتر د شنبي په ورځ وویل چې حریری پیرس ته له رسیدو وروسته د هغه هیواد جمهور رئیس ته د یو ټیلیفوني تماس په ترڅ کې خبر ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ د استقلال د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره به هیواد ته ستون شي.

د فرانس صدر له لبنان او سعودي عربستان سره د خپلو نږدې روابطو څخه په استفادې ښاغلی حریري فرانس ته وباله چې د بحران د حل لپاره لاره پرانیزي.

د لبنان اوسني بحران هغه هیواد د سعودي عربستان د متحدینو او د حرب الله په شمول د ایران د پلویانو د سیمه ئیزې سیالۍ په یو ډګر بدل کړی دی، خو فرانس چې د نړیوالو جګړو په موده کې یې لبنان تر کنټرول لاندې درلود د دغه کړکیچ له منځه وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

دغه هڅې هغه وخت څرګندې شوې چې مکرون تیره اونۍ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل او یو لړ نورې دیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړې چې په نتیجه کې حریري فرانس ته وبلل شو.

د لبنان یو سني سیاستوال پرون وویل که حزب الله په سیمه ییزو شخړو کې خپله لاسوهنه بنده نه کړي، نو هیواد یې له اقتصادي بندیزونه او یا لا ناوړه حالت سره مخامخ کیدلی شي.

د لبنان عدلیې پخوانی وزیر اشرف ریفي وویل "د لبنان چارواکی یو لوی مسئولیت لري چې له عربي نړۍ سره په خپلو اړیکو کې له احتیاط څخه کار واخلي. نور دا نشو زغملی چې حزب الله د ایراني پروژې یو پوځي یا امنیتې څانګه وي".

د لبنان اوسنی بحران په داسې حال کې رامنځته شوی دی چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ همدا اوس په یمن کې یوه نیابتي جګړه روانه ده او پر قطر د خلیج هیوادونو د بندیزونو یو شرط له ایران سره د هغه هیواد د نږدې اړیکو پریکول دي.

د وي او ای اشنا په مننه!

XS
SM
MD
LG