لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټوله نړۍ کې د کېنسر بیماریانې په زیاتېدو دي ـ خو د مخنیوي لارې چارې یې شته


د سینې د سرطان یا کېنسر حجرات د مایکروسکوپ لاندې
د سینې د سرطان یا کېنسر حجرات د مایکروسکوپ لاندې

د صحت نړېوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وایي چې د نړۍ په کچه د کېنسر بیمارۍ په زیاتېدو دي. مگر دا سازمان ټینگار کوي چې په آینده لسو کلونو کې تحفظي اقدامات کولای شي په کېنسر اخته د میلیونونو ناروغانو ژوند وژغوري. ډبلیو اېچ او دا رپوټ د کېنسر نړېوالې ورځې (فروري څلورمې) په حواله خپور کړی دی.

د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې، د نړۍ په قریب هر ملک کې د کېنسر د بیمارانو شمېر سېوا شوی دی. د صحت نړېوال سازمان پخپل رپوټ کې وایي چې په هرو شپږو کسانو کې یو تن پخپل عمر کې په یو ډول سرطان اخته کیږي، چې په دې حساب، هر کال د سرطان یا کېنسر له وجهې، کم از کم ١٠ میلینه خلک په نړۍ کې مړه کیږي.

ډبلیو اېچ او خبرداری ورکوي چې که حالات همداسې دوام پیدا کړي، نو تر ٢٠۴٠ کاله پورې به د کېنسر د نویو پېښو په شرح کې تر ٦٠ فیصدو زیاتوالی راشي، او په غریبو ملکونو کې به دا شرح تر ٨٠ فیصدو هم سېوا وي.

اندرې اېلباوي چې د صحت په نړېوال سازمان کې تخنیکي چارواکی دی، وایي چې په غریبو ملکونو کې د کېنسر له وجهې لا زیات خلک مړه کیږي، ځکه هغوی ته هغه خدمات او صحي تحفظات نشته کوم چې په شتمنو هېوادونو کې لیدل کیږي. اندرې اېلباوي زیاتوي، ضروري نده چې د کېنسر ناروغۍ کنټرول لاندې راوستل دې ډېر لگښت وغواړي.

اېلباوي همدا راز وویل چې د دوی ادارې د کېنسر په حواله تحفظي اقداماتو کې د سرمایه کارۍ ړومبۍ سپارښتنه هم بیان کړې ده چې له مخې یې حکومتونه کولای شي تر ٢٠٣٠ کاله پورې، د ٧ میلینه وگړو ژوند وژغوري.

اېلباوي زیاته کړه چې د دې پروگرام له مخې، "په غریبو ملکونو کې د سړي سر ٢.٧٠ ډالره (قریب ۴١٧ روپۍ) او په درمیانه او شتمنو ملکونو کې د سړي پر سر ٨.١٥ ډالره خرچه راځي. او دا د حکومتونو په وس پوره کار دی."

په دغو تحفظي اقداماتو کې په ځینو کاروبارونو کې له کېنسر پیدا کوونکو موادو سره د تماس راکمولو، د کېنسر پېدا کېدونکو مکروبي ناروغیو په ضد د واکسین کولو (لکه هپټایټس بي)، د سگرېټو، نصوارو، او د تمبکو د نورو تولیداتو د عادت پرېښودلو پالیسیانې شاملې دي. د صحت نړېوال سازمان دا هم وایي چې د کېنسر ٢٥ فیصده بیماران هغه کسان دي چې تمبکو کاروي.

د صحت نړېواله اداره وایي چې کېنسر باید د مرگ سزا ونه گڼل شي، مخنیوي یې ممکن دی. د کېنسر په اړه د څېړنو د نړېوالې ادارې مشره ایلیسابت ویدرپاس وایي د کېنسر د مخنیوي او تداوۍ په برخه کې زښته زیات پرمختگ شوی دی، چې ډېر ناروغان له مرگه بچ کولای شي.

په پاکستان کې د کېنسر پېښې

کېنسر ډېر ډولونه لري او کولای شي د بدن په هره برخه او په هر عمر انسان کې پیدا شي. خو د بیمارانو د جنسیت، عمر، او د هغو د اوسېدو د ځای په نسبت، شمېرې فرق کوي.

د صحت د نړېوالې ادارې د ٢٠١٨ کال د شمېرو له مخې، د نړۍ په کچه تر ټولو زیات کېنسر ناروغۍ، په اوله درجه د سږیو او د سینې ده (هر یو یې ١١.٦فیصده)، بیا د غټې کولمې سرطان (١٠.٢فیصده)، او په درېیمه درجه د پروسټاټ کېسنر (٧.١فیصده) گڼل کیږي. خو په افغانستان او پاکستان کې دا درجې فرق کوي.

په ٢٠١٨ کال کې په پاکستان کې د کېنسر ناروغیو په حواله شمېرې
په ٢٠١٨ کال کې په پاکستان کې د کېنسر ناروغیو په حواله شمېرې

د ٢٠١٨ کال شمېرې ښیي چې په پاکستان کې په اوله درجه د سینې کېنسر (١٩.٦فیصده)، په دویمه درجه د شونډو او خولې (١٠.٩فیصده)، او په درېیمه درجه د سږیو (٥.٦فیصده) کېنسر ډېر دی.

همدا ډول په ٢٠١٨ کې په پاکستان کې قریب ١٧۴٠٠٠ د کېنسر نوې پېښې ثبتې شوې.

په افغانستان کې د کېنسر پېښې

د صحت د نړېوال سازمان د تېرکال رپوټ څرگندوي چې په ٢٠١٨ کې، په افغانستان کې د کېنسر ټولټال ١٩۴٥٠ پېښې ثبتې شوې، چې په دې کې تر نیمایي ډېرې یې ښځې وې.

په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان (١٥.٧ فیصده) په اوله درجه و، او ورپسې د معدې کېنسر (٧.۴فیصده) په دویمه درجه، او د شونډو او خولې سرطان (٧.١فیصده) په درېیمه درجه و.

همدا شان ویل شوي چې په ٢٠١٨ کې تر ١۴٠٠٠ زیات افغانان په کېنسر ناروغۍ مړه شوي دي.

په ٢٠١٨ کال کې په افغانستان کې د کېنسر ناروغیو په حواله شمېرې
په ٢٠١٨ کال کې په افغانستان کې د کېنسر ناروغیو په حواله شمېرې

په افغانستان کې چې یو جنگ ځپلی او غریب ملک دی، د کېنسر یا سرطان ناروغۍ د ژر تر ژره تشخیص او تداوي امکانات ډېر کم دي. هغه کسان چې په افغانستان کې په کېنسر اخته کیږي، که مالي توان ولري، نو پاکستان، هند، او یا نورو ملکونو ته د علاج دپاره ځي.

یاده دې وي چې افغانستان او پاکستان دواړه هغه ملکونه دي چې د تمبکو مصرف پکې زیات دی، صحي خواړه چې صحت ته ضرر ونه لري، پکې کم دي، او اکثره خلک یې چې ډېر ناروغه نشي، ډاکټر ته نه ځي چې دا ټول د دې سبب گرځېدی شي چې د سرطان یا کېنسر پېښې پکې زیاتې ولېدل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG