لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کروناوایرس کېسونو د سېوا کېدو ‌ذمه وار، ځوانان دي – مایک پېنس


په امریکا کې په دا وروستیو څو ورځو کې، د کروناوایرس واقعات یو ناڅاپه سېوا شوي دي، او د نایب صدر مایک پېنس په وینا، تر ډېره حده پورې د دې سېوا کېدو ‌ذمه واري د ځوانانو په غاړه ده.

مایک پېنس د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې ځوانان د کروناوایرس وبا د مخنيوي دپاره احتیاطي سپارښتنې په پام کې نه نیسي.

پېنس د سي بي اېس ټلوېژن سره په یوه مرکه کې وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې په امریکا کې د کروناوایرس ټېسټونو په زیاتېدو سره – په ورځ کې پنځه لکه ټېسټونه – د دې مرض د واقعاتو په شمېر کې هم اضافه لیدل کیږي. لاکن هغه دا هم وویل چې "امریکایي ځوانان په داسې ډول سره راټولېږي چې ممکن په کې د کاروبارونو د بیا پرانېستو د ټولو مرحلو دپاره زمونږ د وفاقي حکومت په کچه سپارښتنې له پامه غورځېدلي وي."

په امریکا کې په دې وروستیو ورځو کې د کروناوایرس بیمارۍ په تازه شمېرو کې یو دم زیاتوالی راغلی، په خاصه توګه په فلوریډا، ټېکساس، او اریزونا ایالتونو کې چې دغه ایالتونه په سلګونه کیلامټره له یو بله لېرې پراته دي.

د تېرې جمعې په ورځ، په ټوله امریکا کې له څلوېښت زرو نه زیات د کروناوایرس تازه پېښې رپوټ شوې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، په هېڅ یوه ورځ دومره واقعات مخې ته نه و راغلي.

د امریکا نایب صدر مایک پېنس په آینده هفته کې فلوریډا او اریزونا ایالتونو ته خپل سیاسي سفرونه په همدې دلیل لغوه کړل چې هلته د کروناوایرس په پېښو کې اضافه لیدل شوې ده.

ښاغلي پېنس وویل چې د کال د اوایلو په نسبت، امریکا اوس د کروناوایرس بیمارانو د بستري کولو په برخه کې اوس بهتر طبي وسایل په اختیار کې لري.

په امریکا کې تر اوسه پورې د کروناوایرس څه دپاسه دوه نیم میلینه واقعات ریکارډ شوي چې په دې کې له یو لک و پنځه شپېته زرو نه زیات کسان په دې مرض مړه شوي دي. هم د واقعاتو او هم د دې مرض دلاسه د مړینو د شمېر په حواله، امریکا په نړۍ کې د ټولو نورو ملکونو په سر کې ده.

د صحت چارواکو پېشبیني کړې ده چې په آینده میاشتو کې به لسګونه زره نور کسان هم په امریکا کې د کروناوایرس له کبله مړه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG