د ارمینیا او ازربايجان د پوځ تر منځه د نېګورنو کاراباخ په سر شوروع شوې جګړه هم هغه شان روانه ده او د ارمینیايي نسل دغه سیمه کې جګړې زور نیولی دی.
د ازربایجان صدر الهام علیووف د خالي/ شنبې په شپه ناوخته ویلي عسکرو یې د ماداګیز په مهم کلي خپل ٫٫ بېرغ پورټه کړی٬٬ او دا چې نژدې یو شمیر نور کلي یې هم نیولي.
اخوا د ارمینیا د دفاع وزارت بیا ویلي، د کاراباخ بیلتون غوښتونکي عسکرو د ازربایجان د پوځ یوې لویې حملې مخه نیولی، او ویاند شوشان سټېفینین د جګړې حالت ته په اشاره ویلي ٫٫ په ټوله وړاندینۍ کرښه٬٬ د ارمینیا عسکرو د ازر بایجان درې الوتکې نسکورې کړي.
د ازربایجان د دفاع وزارت دغه دعوې رد کړي چې ګنې د دوي کومه الوتکه وېشتل شوې او زیاتوي چې د ارمینیا لخوا په عامو خلکو او د دوي په ودانیو ډزې شوي. تر اوسه ازر بایجان د پوځي تاوان په اړه څه معلومات نه دي شریک کړي. که څه هم چارواکي وايي چې تر اوسه په جګړه کې ۱۹ عام خلک وژل شوي او ۵۵ ژوبل شوي.
د نېګورنو کاراباخ د صدر ویاند وېهرام پوغوسیان د خالي په ورځ په خپل فېس بک پاڼه ویلي، د دوي استخبارات ښايي چې تر اوسه په جګړه کې د ازربایجان ۳۰۰۰ خلک وژل شوي. خو د دغې دعوې یې نور څه معلومات نه دي شریک کړي. د کاراباخ چارواکو دا هم ویلي، چې تر اوسه په جګړه کې د دوي ۱۵۰ عسکر وژل شوي دي.
د ارمینیا د دفاع وزارت ویاند ارټسرون اوانیسیان تیره ورځ ناوخته ویلي چې د تیرې یوې اونې راهسې روانه جګړه کې د ازربایجان ۲۳۰۰ عسکر وژل شوي چې پکې ۴۰۰ یواځې د جمعې په ورځ په سخته جګړه کې وژل شوي دي. خو د دغه دعوو د نورو سرچینو نه د پخلي هیڅ لار نشته.
د نېګورنو کاراباخ چارواکي دعوه کوي چې ازاري عسکور په سرښار سټېفنکارټ بیا راکټونه وېشتل شورو کړي. یوه اونې وړاندې دواړه خواو د یو بل پرضد جګړه کې ټېنکونه او مېزاېلې کارول شورو کړي وو.
د ازربایجان صدر د دغې جګړې د ختمولو یواځینۍ لار د نېګورنو کاراباخ نه د ارمینیا وتل ګڼي.
د نېګورنو کاراباخ چارواکو په نړیواله ټولنه غږ کړی، د دوي ٫٫ ازاد حیثیت دې ومني٬٬ او دغه کار په سیمه کې ٫٫ د سولې پرځاې کولو یواځینۍ لار بلي.٬٬
د ارمینیا او ازربایجان پوځونو روانه اونۍ په نېګورنو کاراباخ کې د ډزبندۍ لپاره د امریکا، فرانس او روس لخوا غوښتنې په ظاهره له پامه غورځولي.
په دغه سیمه کې د ۱۹۹۰مې د لسیزې راپه دیخوا داسې سخته جګړه نه ده شوې. ارمینیايي نسله بیلتون غوښتونکو د نېګورنو کاراباخ سیمه په ۱۹۹۰م کې د یوې خونړۍ جګړې وروسته قبضه کړې ده، چې پخوا د یوې خودمختاره سیمې په هیڅ د ازربایجان برخه وه. په دغه جګړه کې د اندازو تر مخه ۳۰ زره خلک وژل شوي وو.
د دغې لانجې د حل لپاره پېل شوې خبرې بیا په کال ۱۹۹۴م کې د ارمینیا، ازربایجان او نېګورنو کاراباخ تر منځه د ډزبندۍ د معاهدې وروسته ودریدلې وې. د نېګورنو کاراباخ جګړې د سولې لپاره د مېنسک ډلې لخوا پېل شوې هڅې په کال ۲۰۱۰ م کې بندې شوي. په مېنسک ډله کې امریکا، فرانس او روس شامل وو.