لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند : افغان پوځي درې برطانوي عسکر وژلي دي


هلمند : افغان پوځي درې برطانوي عسکر وژلي دي

د افغانستان يو پوځي دنهې په ورځ درې برطانوي پوځيان وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د افغانستان ددفاع وزارت وياند محمد ظاهر عظیمي د نهې په ورځ شوي د ددغه پېښې پخلې کړی او ویلي پېښه په هلمند ولایت کې شوی ده. چارواکي وایي بريد کوونکي افغان پوځي د پېښې وروسته تښتيدلى او د هغه د نيولو لپاره هڅې روانې دي دى.
دافغانستان په جنوبي برخه کې ديوې پوځي اډې دننه درامينځته شوې دغه پيښې نور جزئيات نۀ دي په ډاگه شوي خو افغان جمهوررئيس حامد کرزي دپيښې دپلټنو امر کړى او دبرطانيې او نيټو څخه يې په يو ليک په دغه پيښه دخپل حکومت له لوري بخښنه غوښتې ده.
دنهې په ورځ دافغان جمهوررئيس وياند وحيد عمر وئيلي دي افغان جمهوررئيس ته په دغه پيښه سخت درد او خفگان رسيدلى دى او په پيښه کې دککړو افغاني پوځيانو دانصاف په محکمه کې داودرولو دپاره به هررقم گامونه اخستل کيږي.
هغه وويل حامد کرزي خپل ددفاع وزير ته امر کړى دى چې هغه بايد ددغه پيښې نور جزئيات هم راوسپړي او معلومه کړي چې دغه پيښه څنگه رامينځته شوې ده.
تير کال هم دنومبر په مياشت کې د يو افغان پوليس عسکر په ډزو 5 برطانوي پوځيان وژل شوي وؤ.
دا مهال دامريکا څخه وروستو برطانيه په افغانستان کې تر ټولو زيات پوځيان لري چې شميره يې 9500 ته رسيږي.
په افغانستان کې دامريکا جنرال ډيوډ پيټرياس چې اوس اوس يې دنيټو کمانډ ترلاسه کړى هم ددغه پيښې غندنه کړې او خفگان يې پرې ښکاره کړى دى.
جنرال ډيوډ پيټرياس په يو بيان کې وئيلي دي مونږ په گډه زياتې قربانۍ ورکړي او مونږ ته خپل عمومي دښمن ته دماتې ورکولو لپاره خپل مينځي پوخ باور برقراره ساتل وي.
دافغانستان دپوځ مشر جنرال شيرمحمد کريمي وائي څيړونکي به ددې خبرې تحقيقات کوي چې دغه پيښه څنگه رامينځته شوه ددغه پيښه دذمه وارانو په ضد به گامونه اخستل کيږي.

XS
SM
MD
LG