لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: بمي چاؤدنه کې 15 کسان وژل شوي دي


هلمند: بمي چاؤدنه کې 15 کسان وژل شوي دي
هلمند: بمي چاؤدنه کې 15 کسان وژل شوي دي

د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 15 اولسي وگړي وژل شوي دي.
دهلمند ولايت دوالي وياند داؤد احمدي وينا ده دغه چاؤدنه دجمعې په ماسپښين هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په خان نشين اولسوالۍ کې دخلکو يو گاډى په نزدې بازار کې په مائن وښتو.
احمدي وائي دغه يوه درنه چاؤدنه وه چې پکې گاډى په مکمله توگه تباه شوى او وژل شوي ټول سړي دي.
دهلمند دوالي ددفتر څخه په جاري شوي بيان کې ددغه چاؤدنه سخته غندنه شوې او دغه ناوړه عمل دهيواد او اولس ددښمنانو کار بلل شوى دى
ناټو په جنوبي ولايتونوهلمند او کندهار کې په گڼ شميرکې عسکر لري چې تر يو حده دتندلارو په قابو کولوکې بريالي شوي هم دي خو ددې باوجود په سيمه کې جگړه دتندلارو بريدونه دوام لري
هم دخالي په ورځ دپوليسو يو تښتول شوى گاډى چې د چاؤديدونکو موادو څخه ډک کړل شوى ؤ په شمالي افغانستان کې دپوځ ديوې پوستې سره چول شوى چې پکې 14 کسان ژوبل شوي دي.
دکندوز دوالي وياند محب الله سعيدي وينا ده په چهار دره اولسوالۍ کې رامينځته شوې دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې په سيمه کې نزدې گڼ شمير کورونه هم تباه شوي دي، په دغه پيښه کې يواځې ځانمرگى وژل شوى دى.
په ژوبل شوؤ کې پينځه افغاني عسکر او نهه اولسي وگړي شامل دي.
سعيدي وويل دپيښې په مهال گڼ شمير اولسي وگړي پخپلو کورونوکې موجود وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG