لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 کسان وژل شوي دي


هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 کسان وژل شوي دي
هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 کسان وژل شوي دي

نيټو او افغان چارواکي وائي په جنوبي افغانستان کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 10 اولسي وگړي وژل شوي دي.
دبين المللي ځواکونو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دزيارت په ورځ دهلمند ولايت په نهر سراج اولسوالۍ کې ترسره شوې دغه چاؤدنه کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي.
دهلمند دوالي وياند داؤد احمدي په دغه هکله وئيلي دي دطالبانو لخوا ښخ کړل شوى بم په يو وړوکي بس چاؤديدلى دى.
احمدي وويل په دغه چاؤدنه کې 16 کسان مړۀ او ژوبل شوي دي.
هغه وويل داولسي وگړو گاډى دگريشک څخه سنگين اولسوالۍ ته روان ؤ چې په دغه مهال يې گاډى دسړک دغاړې ښخ کړل شوي بم سره ټکر شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG