لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 پوليس عسکر وژل شوي


هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 پوليس عسکر وژل شوي
هلمند : بمي چاؤدنه کې 10 پوليس عسکر وژل شوي

چارواکي وائي دافغانستان په ناقراره جنوبي ولايت هلمند کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې هاغه 10 پوليس عسکر وژل شوي چې دبهرتۍ ديو مرکز څخه بيرته راستنيدل.
بمي چاؤدنه کې وژل شوي کسان دامريکا لخوا دامداد ورکوونکو افغان مقامي پوليسو( اى ايل پي) برخه وه ، دپوليسو دغه نظام تير کال جوړ کړل شوى ؤ، او مقصد يې د کال 2014م داخره پورې افغانستان څخه دبهرنو جنگي عسکرو دوتلو وروستو مقامي ځواک ته امنيتي چارې سپارل دي.
دهلمند دوالي وياند داؤد احمدي ددغه پيښې په اړه وئيلي دي دهلمند په نادعلي اولسوالۍ کې دپوليسو يو گاډى دسړک دغاړې په بم الوتى چې په نتيجه کې يې لس مقامي پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
هغه وويل چې پوليسو دبهرتۍ ديو مرکز څخه بيرته راروان وؤ، په اى ايل پي کې درې افسران اوس اوس بهرتي شوي وؤ.
طالبان چې اکثره افغاني او بهرني ځواکونه دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې په نخښه کوي ددغه بريد پړه يې هم په غاړه اخستې.
طالب وياند قاري يوسف احمد وائي زمونږ دډلې جنگيالو دپوليسو په يو گاډى بريد کړى چې په نتيجه کې يې ديو پوليس کمانډر پشمول 10 پوليس وژل شوي دي.
دهلمند ځينې برخې اوس هم ناقراره دي، هر څو نادعلي دهاغو سيمو څخه ده چرته چې افغان صدر حامد کرزي وئيلي وؤ دنيټو څخه به امنيتي چارې دمنتقلۍ په بل پړاؤ کې افغان کنټرول کې اخستى شي.
دنادعلي دپوليسو مشر محمدمرجان هم ددغه پيښې او پکې دوژل شوؤ لسو عسکرو دوژنې پخلى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG