لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند : بمي چاؤدنه کې دوه ښځې وژل شوي


دغه ښځې په جنوبي ولايت هلمند کې په يو سړک روانې وې چې په دغه مهال يې په چاؤديدونکو موادو پښه راغله
دغه ښځې په جنوبي ولايت هلمند کې په يو سړک روانې وې چې په دغه مهال يې په چاؤديدونکو موادو پښه راغله

چارواکي وائي جنوبي افغانستان کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دوه ښځې وژل شوي دي.
د افغانستان دکورنو چارو وزارت دجمعې په ورځ رامينځته شوې دغه پيښې په اړه په يو بيان کې وئيلي دي دغه ښځې په جنوبي ولايت هلمند کې په يو سړک روانې وې چې په دغه مهال يې په چاؤديدونکو موادو پښه راغله.
طالب جنگيال اکثره دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې نړيوال او افغاني ځواکونه په نخښه کوي ، خو په دغو چاؤدنو کې اکثره بې گناه اولسي وگړي هم وژل کيږي، دملگرو ملتونو ديوې اندازې ترمخه تير کال دافغانستان په لمړو شپږو مياشتو کې خواؤشا 1,500 اولسي وگړي وژل شوي وؤ.
نيټو هم دخالي په ورځ يو بيان کې وئيلي دي دخالي په ورځ لويديز افغانستان کې دهغوي يو عسکر وژل شوى دى.
افغانستان کې دطالب ياغيتوب ختمولو په غرض امريکا طالبانو سره دخبرو اترو پيل کول هڅې کوي او طالبانو تيره اوونۍ وئيلي وؤ هغوي په خليجي رياست قطر کې دخبرو اترو لپاره يو سياسي دفتر پرانيزي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG