لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف وايې کراچۍ کې به هدفي عمليات دوامداره ساتلی شي


د وزيراعظم په مشرۍ د کراچۍ د امنيت په سر رابلل شوې د اعلي کچې دا لمړۍ غونډه وه ، چې د پوځ سرلښکر پکې گډون کړی دی
د وزيراعظم په مشرۍ د کراچۍ د امنيت په سر رابلل شوې د اعلي کچې دا لمړۍ غونډه وه ، چې د پوځ سرلښکر پکې گډون کړی دی
وزيراعظم ميا نواز شريف د کراچۍ يو ورځنۍ دوره کړې او د هغه په مشرۍ کراچۍ ښار کې د وران کارو په ضد د روانو هدفي عملياتو او امنيت په اړه د اعلي کچې غونډه شوې چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، د سياسي پارټو مشرانو او نورو لوپوړ چارواکو گډون کړی ، وزيراعظم وئيلي کراچۍ کې به د عملياتو په سر هيڅ قسمه فشار نه شي قبلولی .
د وزيراعظم په مشرۍ د کراچۍ د امنيت په سر رابلل شوې د اعلي کچې دا لمړۍ غونډه وه ، چې د پوځ سرلښکر پکې گډون کړی دی . د راپورونو ترمخه جنرال راحيل شريف وئيلي ، کراچۍ کې د امن دپاره به د صوبايي او مرکزي حکومت په ايماندارۍ مرسته کوي .
نوموړي وئيلي دا خبره ي په ډاگه کړې ده ، چې مخ په وړاندې به ځو . نوموړ وئيلي زمونږ نه چې کله مرسته وغوښتل شوه په ايماندارۍ به د تجويز سره د مرکزي او صوبائي حکومت مرسته کوؤ .
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی ، چې په ورستيو کې د پاکستان په ميډيا د حکومت او پوځ ترمينځ د تاؤ تريخوالي خبرې مخې ته راغلي .
تيره مياشت چې په کراچۍ کې په صحافي حامدميرد وژونکې حملې وروستو وزيراعظم نوازشريف د هغه تپوس له راغلی ؤ ، نو د هغې وروستو هم د پوځ او سياسي حکومت په اړه ميډيا د تاؤ تريخوالي خبرې سېوا شوې وې .
او په عين حال کې چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي خبري هم کيږي ، څيړونکې وايي د پوځ سرلښکر لخوا ډاگيز بيان د ځينو راپورته شوؤ سوالونو جواب وکړو ، او ويې وئيل چې مخ په وړاندې تلل غواړي .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د کراچۍ د امن په اړه د شورو په ورځ گورنر هاؤس کې ترسره شوې غونډه کې پريکړه شوې ، چې جرمونو کې د ککړو او د هغويې د ملگرو په ضد به عمليات دوامداره ساتلی شي .
دغه رنگ غونډه کې د غيرقانوني موبائيل سيمونود بنديز ، د ناجائزه قبضو او د تحفظ پاکستان قانون د عملي کولوپه سرخبرې او د سټيک هولډز سره پرې صلاح شوې ده . او د غونډې گډون وال په دې خبره يو شوي دي ، چې ښارکې به د امن په خبره هيڅ سمجهوته نه شي کولی .
په دغې غونډه کې پخواني صدر او د پيپلزپارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري ، د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان ، ډي جي ائي ايس ائي لفټننټ جنرال ظهير الاسلام ، گورنر عشرت العباد او د وزيراعلي قائم علي شاه سره د رينجرز او پوليس لوړ پوړو چارواکو گډون کړی دی .
له دې نه علاوه غونډه کې د متحده قومي مومنټ ډلې حيدرعباس رضوي ، د عوامي نيشنل گوند سينيټر شاهي سيد او د جماعت اسلامي د کراچۍ امير نعيم الرحمان هم گډون کړی دی .
د غونډې وروستو د عوامي نيشنل گوند شاهي سيد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د وزيراعظم او ادارو د مشرانوپه وړاندې ښار کې د وران کارو په ضد روان عمليات ښه وگڼل شو ، او ټولې سياسي پارټو ووئيل چې عمليات دي جاري وساتلی شي .
هغه زياته کړه غونډه کې ووئيل شو ، چې په ټولو ادارو به بهروسه کولی شي ، او په عملياتو کې به يوه سياسي پارټي هم د ادارو په کار کې مداخلت نه کوي .
غونډې ته د صوبايي حکومت د چارواکو سره د رينجر او پوليس افسرانو ښار کې د روانو عملياتو احوال تېر کړی دی .
کراچۍ ښار کې د تېر کال ستمبر په مياشت کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې د مرکزي کابيني په غونډه کې ښار کې د امنيت په ځايي کيدو دپاره د وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه په مشرۍ کې د وران کارو په ضد دهدفي عملياتو پرېکړه شوې وه ، او دغه عمليات تراوسه دوام لري .
د پوليس او رينجر چارواکو په وينا هدفي عملياتو کې د هدفي وژونکو ، قلنگ اخستونکو او ترهگرو سره په مختلفو جرمونو کې ککړ په زرگونو کسان نيول شوي دي . چارواکي وايي ښار کې د عملياتو سره په وژنو او نورو جرمونو کې تر ډېره حده کمی راغلی دی .
خو د دې ترڅنگ ښار کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG