لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن: دپاکستان او افغانستان داولسي حکومتونو پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوؤ


هيلري کلنټن: دپاکستان او افغانستان داولسي حکومتونو پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوؤ
هيلري کلنټن: دپاکستان او افغانستان داولسي حکومتونو پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوؤ

د امريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن مطابق پاکستان او افغانستان کې دحالاتو ښۀ کولو لپاره امريکا په درې اړخيزه تگلاره کار کوي چې ددې لاندې کۀ يو طرفته دځمکنيو پوځونو په شميره کې اضافه وکړل شوه نو بل لوري ته افغانستان او پاکستان کې دمدنې ټولنې او اولسي حکومتونو مضبوطولو لپاره اقتصادي مرسته هم ورکولى شي او دريم اړخ ته په افغانستان کې دروان جنگ ختمولو لپاره امريکا په نړيواله کچه خپلې سفارتې هلې ځلې تندې کړي دي.
خارجه وزيرې دنيويارک ايشياء سوسائټۍ کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکائي تگلاره اړه وينا کوله.
دغه دويناوؤ دهاغه نوې لړۍ پيل ؤ چې درچرډ هولبروک په ياد کې په ايشياء سوسائټۍ کې شروع کړل شوې ده.
رچرډ هولبروک چې دوفات څخه وړاندې افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانگړى استازى ؤ، ايشياء سوسائټۍ سره تر څلورو لسيزو پورې تړلى ؤ او چئيرمين يې هم پاتې شوى ؤ.
دخپلې وينا په مهال دامريکې خارجه وزيرې دښاغلي هولبروک ځايې نيونکي نوي سفارت کار مارک گروسمين تعارف هم وکړو.
دخپلې انتظاميې دتگلارې دتفصيل بيانولو په مهال ميرمن کلنټن وويل افغانستان کې دامريکائي پوځ په شميره کې داضافې سره ، کابل، هلمنداو قندهار پشان سيمو کې امنيتي وضعه ښه شوې ده.
بلخوا ديوولسو سوؤ څخه زيات امريکائي ماهران افغانستان کې داولسي حکومت مدد لپاره موجود دي چې نۀ يواځې په کرکيله، دملکي ځاندرې بياجوړونه او دمخدره موادو دتجارت مخنيوي کې دافغان حکومت مدد کوي بلکې دافغان سول ملامينو تربيت هم کوي.
هيلري کلنټن هيله څرگنده کړه چې پوځي او غيرپوځي گامونو کې کاميابۍ سره به اافغانستان کې دروانې جگړې ختمولو سياسي او سفارتي کوششونو کې مدد ترلاسه کيږي.
ددغو سفارتي هڅو ديو گام په توگه به په راتلونکې مياشت کې داسلامي ملکونو تنظيم ارگنائزيشن اف دي اسلامک کانفرنس په بلنه دامريکائي انتظاميې استازي په جده کې دڅلويښتو هيوادونو اوپه نړيوالو تنظيمونو مشتمل انټر نيشنل کونټيکټ گروپ غړو سره ليدنه کوي.
افغانستان څخه دامن جرگې مشران به هم په دغه ليدنه کې گډون کوي او په افغانستان کې به دجوړجاړي په هڅو خبره کولى شي.
امريکا دريځ لري چې افغانستان کې دداسې طالبانو يا تندلارو سره خبرې کيدى شي چې دتشدد لاره پريږدي او دافغانستان داساسي قانون سره سم خپل ژوند کولو ته راضي کيږي.
په دغه لړ کې دپاکستان داهميت په ډاگه کولو په ترڅ کې خارجه وزيرې وويل دجوړجاړي هڅې تر هاغه وخته پورې نۀ شي کاميابيدى ترڅو چې پاکستان ددغو هڅو برخه نۀ وي.
هغې پخپله وينا کې ټينگار وکړو چې امريکا به دخپل تير وخت تيروتنې نۀ تکراروي او لکه څنگه چې به دکال 2014م پورې افغانستان څخه زياتره امريکائي پوځيان واپس راغوښتى شي امريکا به ددغه سيمې باثباته ساتلو لپاره خپل غيرپوځي امداد دوامداره ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG