دپاکستان خارجه دفتر لخوا دجاري کړل شوي يو بيان له مخې ښاغلى هولبروک به سبا دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه حمود قريشي ، صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدنې کوي.
شاه محمود قريشي او ښاغلى هولبروک به په اړونده خيزو چارو خبرې کوي.
دصدر اوباما ځانگړى استازى به په اسلام اباد کې پاک امريکه اسټريټجکي مذاکراتو په حقله دامنيتي خبرو اترو په اړه دکيدونکي پرمختگ دجاج اخستو ترڅنگ پاکستان ته دامريکا دخارجه وزيرې هيلري کلنټن دسفر ايجنډا او شيډول هم پاکستاني چارواکي سره تياروي چې دغه سفر به دجولا ئي د21مې نيټې څخه پيل کيږي.