لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د احتجاجونو وروسته د هانگ کانگ لانجمن قانون لرې شو خو د جمهوریت پلویان اندېښمن دي


.

په هانگ کانگ کې په تېرو دریو میاشتو کې په مېلینونو خلکو د جمهوريت په حق په مظاهرو کې برخه واخیسته، د احتجاجونو په مهال ايرپورټ ته تلونکې لارې تړل شوې وې په بېلا بېلو ځایونو کې د احتجاج کونکو او پوليسو نښتې وشوې او په سیمه کې دغه اړې گړي دا اندېښنې راوپارولې چې چین په هانگ کانگ کې د سیاسي ازادیو د چقولو اراده لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هانگ کانگ اجرايي ریئسې کېري لېم هغه مجوزه لانجمن قانون بېرته واخیستلو چې په ترڅ کې یې دغه احتجاجونه راپارېدلي وو.

خو جمهوریت پلوه مظاهره کونکي د نورو گامونو غوښتنه هم کوي.

څيړونکي وايې په هانګ کانګ کې د لانجمن قانون د بېرته اخستو باوجود د احتجاجونو پارولو يو شمير نور علتونه لا اوس هم موجود دي.

اېتوني ډېپي ران د هانګ کانګ يو ليکوال دی، وايې "زياتره خلک د هانګ کانګ په حکومتي چارو کې د چين په زياتېدونکي مداخلت په قهر دي چې خلک يې دې مظاهرو ته پارولي دي." هغه زیاتوي چې په هانگ کانگ کې کړکیچ سیاسي مسله وه خو حکومت یې د حل کوولو اختیار پولیس ته سپارلی و.

نوموړی زياتوي حکومت د دغې احتجاجونو پارولو علتونه نه ختموي.

په کال 1997م کې چين ته په ورکولو سره په هانګ کانګ ته د بشري حقونو د ښه کېدو ضمانت ورکړی شوی وو خو رپوټونه وايي د چين لخوا په زياتيدونکي مداخلت د هانګ کانګ په ولس کې مايوسي خوره شوې ده.

کونګ لېپ يان د هانګ کانګ په چاينيز يونيورسټۍ کې پروفېسر دی وايې کله چې هم داسې کومه کشاله مخې ته راځي نو خلک مظاهرې شروع کړي.

"کله چې په هانګ کانګ کې کومه لويه کشاله پېدا کېږي مونږه احتجاجونو ته راوځو خو چې کله مسله ختمه شي مونږه بيا غلي کښېنو، خو چې بيا په راتلونکې وخت کې کومه بله مسله راوچته شي نو بيا د خلکو يو سېلاب لارو کوڅو ته راوځي"

پروفېسر کونګ زياتوي په هانګ کانګ کې داسې احتجاجونه به چين هم د دې منلو ته جوړ کړي چرته چې په اولسي کچه هيچاته هم د حکومت په ضد د احتجاجونو اجا زت نه ورکړل کېږي.

XS
SM
MD
LG