لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په مجوزه نوي دفاعي بجټ کې افغانانو دپاره د اېس ايي وي پروګرام د غځولو ماده نشته


هاوس د نوي بجټ مسوده د جمعې په ورځ منظوره کړې او په قانون کې بدلېدو دپاره به يې د کانګرس ایوان بالا یا سېنېټ هم منظوروي
هاوس د نوي بجټ مسوده د جمعې په ورځ منظوره کړې او په قانون کې بدلېدو دپاره به يې د کانګرس ایوان بالا یا سېنېټ هم منظوروي

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان نېشنل ډېفېنس اتراېزېشن اېکټ یا د اینده کال دپاره مجوزه دفاعي بجټ منظور کړی خو د کال ۲۰۲۴ دپاره بجټ کې افغانانو دپاره د خصوصي ويزو یا اېس ايي وي شمېره د ۲۰۰۰۰ نه زیاتولو او دا پروګرام د ۲۰۲۴ نه د غځولو دپاره پېسې نه دي ټاکل شوي.

هاوس د نوي بجټ مسوده د جمعې په ورځ منظوره کړې او په قانون کې بدلېدو دپاره به يې د کانګرس ایوان بالا یا سېنېټ هم منظوروي.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن حکومت د هاوس منظور کړي بجټ په مسوده کې د یو شمېر مادو مخالفت کوي چې په کې افغانانو دپاره د اېس ايي وي موضوع هم شامله ده.

د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت دلاندې هاوس چې د بجټ کومه مسوده منظوره کړې په کې حکومت د غوښتنو باوجود په ۲۰۲۴ کې افغانانو دپاره د اېس ايي وي شمېره د ۲۰۰۰۰ نه د زیاتولو او دا پروګرام د ۲۰۲۴ د ډسمبر د میاشت نه د غځولو مادې نه دي شاملې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اېس ايي وي پروګرام دلارې د امریکې حکومت د یو لک نه زیات افغانان او د هغوی کورنۍ په امریکا کې ابادې کړي دي.

په مجوزه دفاعي بجت کې دغه پروګرام غځول نه دي شامل او د ۲۰۲۴ وروسته به امریکې په قانوني توګه د هغو افغانان د اميګرېشن یا مهاجرت لاره وتړل شي چې په افغانستان کې يې د امریکې مرسته کړې ده.

په کومه ورځ چې هاوس د دفاعي بجټ مسوده منظوره کړه هم په دغه ورځ د قانون سازانو یوې ډلې چې په کې د واک من ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي شامل دي، په سېنېټ او هاوس کې د افغان اجسمنټ اېکټ په عنوان د قانون مسوده بیا متعارفه کړه.

د مجوزه قانون هدف په اېس ايي وي پروګرام کې زیات افغانان او هغه مېرمنې شاملول دي د ترهګرۍ ضد ډلو کې يې کار کړی او د امریکايي ځواکونو سره يې د خصوصي کمانډوز او د هوايي ځواکونو د عسکرو په توګه دنده ترسره کړې ده. په موجوده وخت کې په اېس ايي وي پروګرام کې ترجمانان او نور مسلکي کسان شامل دي چې امریکې په افغانستان کې ګمارلي وو.

افغان اجسمنټ اېک په ۲۰۲۲ کې په لومړي ځل کانګرس ته وړاندې کړی شوی و خو منظوري يې نه وه ترلاسه کړی شوي.

په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته ۷۰۰۰۰ افغانان امریکې ته راوستل شوي چې د دوو کلونو په عارضي اجازت نامه یا پرول په امریکا کې ژوند کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې اېلین بېروس د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG