د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غړي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیا یاځای کېږي او د هاوس سپیکر د غوره کولو کوښښ به کوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ريپلېکن پارټۍ نه نامزد امیدوار جېم جورډن په دویم ځل هم ناکامه شو چې د سپیکر چوکۍ دپاره انتخاب وګټي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ انتخاب کې جورډن 199 ووټونه واخیستل خو د سپیکر د چوکۍ ګټلو دپاره مطلوبه 217 ووټونه په ترلاسه کولو کې ناکامه شو. د اوهایو ریاست نه د هاوس منتخب شوی غړی جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ کلک حمایتي دی.
د سپیکر د انتخاب دپاره د شورو، چهارشنبې، په ورځ ووټونو کې د ریپبلېکن پارټۍ 22 غړو د خپل ګوند امیدوار جورډن په ځای نورو امیدوارانو ته رای ورکړې.
د جورډن په مقابل کې په هاوس کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ ټولو 212 غړو سپیکر دپاره د خپل ګوند امیدوار حکیم جېفریز ته ووټونه ورکړل. خو جېفریز دغه چوکۍ ځکه نه شي ګټلی ځکه چې په هاوس کې ريپبلېکن پارټي معمولي اکثریت لري.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ووټونو کې د ناکامۍ باوجود جورډن د سپیکر د چوکۍ دپاره د مقابلې نه لاس په سر شوی نه دی او خبریالانو ته یې ویلي چې هغه به د زیارت، پنجشنبې، په ماسپښین کېدونکو انتخاباتو کې بیا هم برخه اخلي.
دوه هفتې مخکې د ریپبلېکن پارټۍ کېون مېکارتي د هاوس د سپیکر د چوکۍ نه لېرې کړی شو. د امريکې په تاریخ کې دا وړمبی ځل دی چې د هاوس سپیکر د ووټونو دلارې د چوکۍ نه لرې کړی شو. د هغه د ريپبلېکن پارټۍ همکارانو هم د هغه د لرې کولو دپاره رای یې وکړې.
Forum