لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس کمېټي به د افغانستان په اړه د حکومت په تګلاره بحث کوي


د عبوري رپورټ د شایع کولو په موقع د نورو خبرو ترڅنګ مېکال وویل افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه منصوبه بندي نه وه شوې چې په نتیجه کې يې د هغه په قول د امریکې حریفان بیا زړه ور شوي او افغانستان بیا د هغو ترهګرو پناه ځای جوړ شوی چې په امریکا حمله کول غواړي
د عبوري رپورټ د شایع کولو په موقع د نورو خبرو ترڅنګ مېکال وویل افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه منصوبه بندي نه وه شوې چې په نتیجه کې يې د هغه په قول د امریکې حریفان بیا زړه ور شوي او افغانستان بیا د هغو ترهګرو پناه ځای جوړ شوی چې په امریکا حمله کول غواړي

د امریکې د کانګرس یوه کمېټي به د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د افغانستان په اړه د صدر جوبایډن د حکومت په تګلاره بحث کوي.

د افغانستان د پخواني حکومت په مهال د پوځ جرنېل سمېع سادات په اېکس، پخواني ټوېټر، ویلي هغه به هم د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو کمېټۍ په اورونه کې وېنا کوي.


په افغانستان کې د بیا روغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار ادارې سیګار مشر جان ساپکو به هم د هاوس د دغه کمېټۍ په بحث کې شرکت کوي. سيګار په دې اړه اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس وېب پاڼه وکړو.

د هاوس د خارجه چارو کمېټۍ په خپله وېب پاڼه ویلي کمېټي به افغانستان نه د انخلا وروسته د افغانستان په اړه د ډېموکرېټېک پارټۍ د صدر بایډن د حکومت تګلارې ته کتنه کوي.

د کمېټۍ مشري د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس غړی مایکل مېکال کوي.

ريپبلېکن پارټۍ افغانستان نه د انخلا په اړه د صدر بایډن په تګلاره تنقید کړی دی.

تېرکال مېکال افغانستان نه د انخلا په باره کې د کمېټۍ عبوري رپورټ شایع کړو. رپورټ عنوان دی ای سټرېټيېجک فېلیر اسېسېنګ دي اېډمېنسېټرېشنز افغان وډرال یعنې افغانستان نه د انخلا په اړه د حکومت د سټرېټيجېک ناکامۍ جاج اخیستل.

د کمېټۍ د وېب پاڼې ترمخه د ۱۱۵ صفحو په رپورټ کې افغانستان نه د انخلا په اړه د صدر بایډن د حکومت فېصلو ته په تفصیل کتنه شوې ده چې په نتیجه کې يې د رپورټ ترمخه، طالبانو حکومت واخیستلو او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوتلو په مهال ګډوډي او خونریزي رامنځته شوه.

مایکل مېکال، د هاوس د خارجه چارو د کمېټۍ مشر
مایکل مېکال، د هاوس د خارجه چارو د کمېټۍ مشر

د کمېټۍ د وېب پاڼې ترمخه د عبوري رپورټ د شایع کولو په موقع د نورو خبرو ترڅنګ مېکال وویل افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه منصوبه بندي نه وه شوې چې په نتیجه کې يې د هغه په قول د امریکې حریفان بیا زړه ور شوي او افغانستان بیا د هغو ترهګرو پناه ځای جوړ شوی چې په امریکا حمله کول غواړي.

صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو په اړه د خپلې فېصلې دفاع کړې او د انخلا بهیر يې غیر معمولي کامیابي بللې .

سادات په اېکس په خپل پېغام کې نه دي ویلي چې د نهې، سه شنبې، په ورځ به د کانګرس د کمېټۍ مخې ته وېنا کې زیاته توجه به يې په کومو موضوعاتو وي خو د سږ کال د مارچ په میاشت کې يې په واشنګټن کې د وي او ای ډیوه سره مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو په ضد جنګ جاري ساتل غواړي او یقین لري چې د طالبانو حکومت به له منځه ولاړ شي.

سادات، چې د پخواني حکومت په اخېرۍ ورځ یې د کابل د تحفظ ذمه واري په غاړه وه، وویل د صدر اشرف غني حکومت نسکورېدل "پوځي ماتې نه بلکې یوه سیاسي ماتې وه".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG