لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په مهمو ایالتونو کې د ووټونو بیا شمیرنه څنګه کیږي؟‌


USA Elections MAP
USA Elections MAP

د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د نومبر په دریمه نیټه شوي انتخاباتو شمیرنه روانه ده، جارجیا ایالت د جمعې په ورځ اعلان کړی د اچول شوي رایو بیا شمیره به کیږي. په جارجیا کې د صدر ټرمپ او جو باېډن ترمنځه مقابله کې د لږو ووټونو فرق دی.‌

د امریکا په بیلا بېلو ایالتونو کې د رایو بیا شمیره کې یو شمیر عواملو ته کتل کیږي چې پکې د دغې په سر راولاړې لانجې او د دغې قانوني لارې هم شامل دي.‌ خو په دغې پروسه کې د دسمبر د میاشتې دوه نېټې مهمې دي. د دسمبر ۸مه نېټه چې ایالتونه په خپل سر ټولې لانجې حل کړي او یا بیا کانګرس په دغې کې مداخلت ته پریږدي. د دسمبر په ۱۴مه نېټه بیا د الیکټورل کالج رایې یا ووټونه کیږي.

که چرې په یو ایالت کې انتخابي لانجې د دسمبر ۱۴مې نېټې وروسته هم پاتې وي،‌ بیا د ایالت قانون دانان د خپل ایالت ټاکونکي پخپله انتخاب کوي.‌ که چرې یو کاندید بیا هم د الیکټورل اکثریت ترلاسه نه کړي، بیا امریکايي کانګرس د ۱۴م ترمیم لاندې د جنورۍ په ۶مه نېټه نوی صدر انتخابوي.‌ په لاندیني ایالتونو کې په راروانو ورځو کې د بیا شمیرو پروسه ترسره کیدی شي.

ایریزونا:

په ایریزونا کې کې د صدارتي کاندیدانو د ووټونو تر منځه فرق د ۰.۱ فیصد برابر یا کم وي نو بیا په دغه ایالت کې بیرته ووټونو شمارل کیږي. د رایو بیا شمیرلو لپاره کاندیدان یا ووټ اچونکي خواست نه شي کولی. که ایالتي ووټران ګڼي چې په رایو کې څه ګډوډی شوی نو دوي انتخابي نتېجې په ایالتي عدالتونو کې چېلنج کولی شي. خو د رایو بیا شمارلو لپاره څه اخیرۍ نېټه نه وي. د ایریزونا ایالت د بیا شمیرو مصرف پخپله ورکوي.‌

جارجیا:‌

په جارجیا کې کاندیدان هغه وخت د ووټونو بیا حسابولو خواست کولی شي کله چې د دواړو د اخستل شوو رایو ترمنځه فرق د ۰.۵ فیصده نه کم وي. کله چې د انتخاباتو نتېجې اعلان شي نو بیا په دووه ورځو کې د بیا شمیرلو کار سر ته رسول وي.‌ د بیا شمیرو د پروسې د مصرف ورکونکو په اړه په قانون کې څه ښکاره خبره نشته.

میشیګن:

په میشیګن ایالت کې که د کاندیدانو د اخستل شوو ووټونو تر منځه فرق د ۲۰۰۰ ووټونو نه کم وي نو بیا دغلته پخپله ووټونو بیا شمیرل کیږي. یو کاندید که چرې د ګټې امکانات لري نو هغه هم د بیا شمیرو خواست کولی شي. دغه خواست د انتخاباتو د لومړي تصدیق ۴۸ ساعته وروسته کیدلی شي. او خواست کونکی یې مصرف ورکوي.

نېواډا:

په نېواډا کې د بیا شمیرې خپله څه قانون نشته، خو یو کاندید یا رایې ورکونکی د دغې لپاره خواست کولی شي. دغه خواست د انتخاباتو تصدیق وروسته په دریو ورځو کې کیدلی شي او مصرف یې خواست کونکي ورکوي.

نارت کېرولاېنا:

په نارت کیرولاینا کې هم د ووټونو د بیا شمیرې خپله څه لار نه وي. خو د کاندیدانو د کمپاېن ډلې د دغې لپاره هغه وخت خواست کولی شي کله چې یې د رایو تر منځه د ۰.۵ فیصده نه نه کم فرق وي. دغه خواست په دوو ورځو کې کیدلی شي خو په ایالتي قانون کې دا نه دي ویل شوي چې مصرف به یې څوک ورکوي.‌

پېنسلوینیا:

که پېنسلوینیا کې په ورکړل شوو رایو کې د ۰.۵ فیصده پورې فرق وي بیا دغلته پخپله ووټونه بیا شمارل کیږي.‌ که چرې درې رایې ورکونکي دا تصدیق وکړي چې ووټونو کې څه ګډوډی او یا درغلي شوې، دوي ایالتي عدالتونو ته د د بیا شمیرو خواست لپاره تللی شي. خو که دغه خواست د یو کاندید لخوا کیږي مصرف یې بیا په هغه راځي.

وسکانس:

که په وسکانسن کې د کاندیدانو د اخستل شوي ووټونو تر منځه فرق ۱ فیصد یا د دې نه کم وي، بیلونکی کاندید د بیا شمیرو غوښتنه کولی شي. خو که دغه فرق زیات وي نو بیا د ووټونو په دویم ځل حسابول نه شي کیدلی. د ووټونو بیا شمارلو خواست د ووټونو د تصدیق یوه ورځ وروسته کیدلی شي.‌ که په ووټونو کې فرق ۰.۲۵ نه زیات وي بیا یې مصرف خواست کونکی کاندید ورکوي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG