محمد اکرام
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن یا ایچ ار سي پي په پنجاب صوبه کې د پښتنو سره نسلي فرق او زور زیاتي په سر د پنجاب په حکومت سختې نیوکې کړي.
هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان په یو خپور شوي بیان کې ویلي د پنجاب ځنو ضلعو کې انتظامي چارواکو په رسمي او غیر رسمي توګه په یو امر کې ځايي خلکو ته ویلي چې په هغه مشکوک خلکو نظر ساتي څوک چې د پښتنو په شان څیره لري او یا د قبایلي سیمو سره تعلق لري.
د بشري حقونو کمیشن د پښتنوسره کیدونکي دغه زور زیاتي باندې فکرمندي څرګند کړې اود دغه سوچ يې په سختوټکو کې غندنه کړې چې یو پوره نسلې ډلې ته پکې د شک په نظر کتلی کيږي.
ایچ ار سي پي ویلي ددې نه داسې ښکاري چې د پنجاب چارواکي یقین کوي چې ترهګري او تندروي د صوبې نه بهر خلک کوي.
کمیشن وییلي د زور زیاتي او یا د شکل او رنګ په بنیاد چا ته د شک په نظر کتلو نه د تحفظ لپاره حکومت له د عامو خلکو د حفاظت ګامونه اعلانول پکار دي.
د بشري حقونو کمیشن دا بیان په داسې وخت راغلی چې د یو شمیر سیاسي پارټو مشرانو د پنجاب پولیسو لخوا د پښتنو سره روان زور زیاتي د پیښو سخته غندنه کړې.
د پنجاب لاهور ښار کې د فرورۍ په ۱۳ نیټه د ځانمرګي حملې وروستو د پنجاب حکومت اعلان کړی ووچې دوي د ټولو غیر قانونه ډلو پر ضد عملیات کوي.
تیره هفته د پنډۍ ډویژن پولیسو د قبايلي سیمو سره تعلق لرونکو خلکو څارنه شروع کړې وه او د قبايلي سیمو خلکو ته يې د امنیتي معلوماتو ډک شناختی کارډونو خپرولو باندې غور کړی وو.
څیړونکي وايي پنجاب کې یو شمیر غیر قانونه ډلې فعاله دي او تیره هفته د پاکستان پخواني پوځې امر پرویز مشرف یو پاکستاني ټیلي ویژن ته مرکه کې ویلي وو پنجاب کې واکمن مسلم ليګ د غیر قانونه ډلو سره اړیکې لري او پر ضد يې کوم ګام پورته کول نه غواړي.