لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ ار ډبلیو: یو شمېر حکومتونو د کرونا وبا په مطبوعاتو د قدغنونو دپاره استعمال کړې


اېچ ار ډبلیو وویل یو شمېر ملکونو د کرونا وایرس د مخنیوي اقدامات د احتجاجونو د ختمولو دپاره استعمال کړي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي په نړۍ کې د ۸۰ نه زیاتو ملکونو په مطبوعاتو او احتجاجونو د قدغنونو پرځای کولو دپاره د کرونا وبا د عذر په ډول استعمال کړې ده.

اېچ ار دبلیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې وویل د کرونا وایرس د وبا په مهال ګڼ شمېر حکومتونو د مخالفینو د خاموشه کولو دپاره د بېړني حالاتو دپاره د خصوصي قوانینو، ګرفتاریو او د دړکونه نه کار اخیستلی دی.

ادارې وویل خبریالان، بلاګ لیکونکي، طبي کارکونکي او د د حکومت مخالف سیاستوال د دغو اقدامات هدف ګری شوي دي او په ځینو موقعو د مطبوعاتو په لاره کې خنډان ودرول شوي دي کله چې دوی د کرونا ناروغۍ په اړه د حکومتي معلوماتو برعکس خبرونه ورکړي دي.

هم دغه ډول، اېچ ار ډبلیو وویل، چې حکومتونو د مخالفینو د احتجاجونو مخه نیولو دپاره د کرونا وبا د عذر په توګه استعمال کړې ده.

اېچ ار ډبلیو وویل د ملګرو ملتونو د لوظنامو دلاندې حکومتونه د خپلو شهریانو د تحفظ ذمه واري لري خو ګڼ شمېر داسې واقعات یې موندلي چې حکومتونو معلوماتو ته د رسايي په شمول خپلې ذمه وارۍ د پامه غورځولي دي. ادارې وویل په دې اړه یې د ملګرو ملتونو نه د انساني حقونو د څانګې نه د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

اېچ ار ډبلیو وویل د کرونا وایرس په لومړو ورځو کې چین د هغو مامورینو، خبریالانو او ډاکټرانو په صدګامونه پورته کړل چې د وایرس په اړه یې ابتدايي خبرونه ورکړي وو
اېچ ار ډبلیو وویل د کرونا وایرس په لومړو ورځو کې چین د هغو مامورینو، خبریالانو او ډاکټرانو په صدګامونه پورته کړل چې د وایرس په اړه یې ابتدايي خبرونه ورکړي وو

د بېړني حالاتو او جنګونو په اړه د اېچ ار ډبلیو د څانګې مشر ګېري سېمپسن د هغو نویو قوانینو په اړه تشویش څرګند کړو چې مختلفو حکومتونو د کرونا وبا په مهال جوړ کړي چې د سېمپسن په قول غېر واضحه دي او د خاص ډول معلوماتو په خپرېدو بندیز ونه لګوي.

اېچ ار ډبلیو وویل د کرونا وایرس په لومړو ورځو کې چین د هغو مامورینو، خبریالانو او ډاکټرانو په صدګامونه پورته کړل چې د وایرس په اړه یې ابتدايي خبرونه ورکړي وو.

اېچ ار ډبلیو په خپل رپورټ کې وویل چې بېجنګ تېره میاشت خپله د دې خبرې اعلان وکړو چې د کرونا وایرس په اړه په مبینه توګه د غلطو خبرونو په سر یې د ۱۷۰۰۰ خلاف تحقیقات کړي وو.

د خبریالانو نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوت بارډرز ویلي چې په چین کې اووه خبریالان او تبصره کوونکي اوس هم په بند کې دي او یا بې درکه دي چې په ووهان کې د کرونا وایرس د شروع کېدو په اړه یې خبرونه ورکړي وو.

ار اېس اېف وویل په نیول شویو کسانو په دوو مقدمې چلول شوي او د بند سزاګانې ورته اورول شوي دي.

د ار اېس اېف د ختیځې اېشیا د چارو څانګې مشر په یو بیان کې وویل چې د دې غېر معمولي ناروغۍ په اړه ولس خبرول څه جرم نه دی او نه وه پکار چې دغه چینايي خبریالان ګرفتار کړی شوی وی.

اېچ ار ډبلیو وویل د چین نه علاوه یو شمېر ملکونو معلوماتو ته په رسايي بندیزونه ولګول او یا یې یوازې حکومتي نشریاتي ادارو ته د کرونا وایرس په اړه د خبرونو وړاندې کولو اجازت ورکړی و.

ګېري سېمپسن ځینو حکومتونو ډېر په "بې شرمۍ" د سماجي فاصلې او د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره نور اقدامات د پرامنه احتجاجونو مخه نیولو دپاره استعمال کړل. "دا وبا په سیاسي لوبه کې لکه د وسلې استعمالېدل په څرګنده توګه د خلکو د اجتماع د ازادۍ خلاف ورزي ده."

XS
SM
MD
LG