لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د ارمان لوڼی د وژنې بې پلوه پلټنې وکړي: اېچ ار ډبلیو


د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ (اېچ ار ډبلیو) د پاکستان په حکومت غږ کړی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي ارمان لوڼي د وژنې بې پلوه پلټنې دې وکړي او پههیواد کې دې د پښتنو سره کیدونکي بې انصافیو ته پام وګرځوي.

د جمعې په ورځ (فرورۍ ۱۵) د نړیوالې ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي د پاکستان ریاست دې د بېلا بېلو نسلونو او قامونو خلک پرځاې د خپلې کمزورۍ خپل طاقت جوړ کړي. بیان وايي حکومت دې د وړو قامونو او اقلیتونو غوښتنې او اندېښنې واوري او د دغې د حل لاره دې را اوباسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو او اجتجاجونو ته په اشاره کې ادارې ویلي، حکومتي چارواکي دې د ارمان ابراهیم لوڼی د وژنې بې پلوه پلټنې وکړي او د پي ټي اېم غوښتنو ته دې پام وګرځوي. بیان وايي حکومت دې د وړو قامونو او اقلیتونو نه د پرامنه احتجاج حق نه اخلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اړه د ادارې په بیان کې راغلي چې نوموړي په خپل سیاسي سفر کې تل د پخوانیو قبایلي سیمو د اولس د ستونزه خبره کړې او د انتخاباتو وړاندې ویلي وو، د پي ټي اېم غوښتنو ته به پام کوي.

په بیان کې د عمران خان لخوا د انتخاباتو وړاندې په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځي چېک پوستو کمولو او د دغه جنګ ځپلو سیمو نه د زمکني ماېنونو د پاکولو ژمنه هم وریاده کړی شوې.

د پاکستان په وزیراعظم عمران خان نېوکې کیږي چې د انتخاباتو ګټلو وروسته يې د قبایلي سیمو په اړه ورکړو خپلو پخوانیو بیانونو ځان غلی کړی. په نژدیو وروځو کې د ارمان لوڼی د وژنې وروسته د عمران خان لخوا په چپه خله پاتې کیدو هم په عمران خان سختې نېوکې شوي دي.

د اېچ ار ډبلیو په دې تازه بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ ارمان لوڼی د وژنې په اړه ویل شوي چې په لوره لايي کې د یو پرامنه احتجاج په وخت د پولیسو لخوا وژل شوی.

بیان وايي چې د پولیسو د رپورټ ترمخه ارمان لوڼی د پولیسو او پرامنه مظاهرچیانو تر منځه د انښتو وروسته د زړه د دورې له امله په حق رسیدلی. خو د ارمان ملګري او کورنۍ تور لګوي هغه د پولیسو لخوا د تشدد او وهلو ټکولو له امله وژل شوی. د بلوچستان اعلا وزیر د دغه پېښې د پلټنو امر هم کړی.

د اېچ ار ډبلیو تر مخه د پښتون ژغورنې غورځنک د تیر یو کال راهسې په پاکستان کې د عدالت پرته د خلکو بې درکه کیدلو او وژلو پرضد پرامنه احتجاجونه کوي، خو د پاکستان حکومت پرخاې د دوي غوښتنو اوریدلو، د پي ټي اېم د غړو د نیولو او د دوي پرضد د مقدمو په درج کولو لاس پورې کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG