لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې ښځې، مذهبي اقلیتونه او مدني فعالین خوندي نه دي: هیومن راېټس واچ


د بشري حقونو نړیوالې ادارې یا هیومن راېټس واچ د کال ۲۰۱۷م په خپل کلیز رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د لږکیو حقونه خوندي نه دي او د مذهب او پوځ په سپکاوي خبریالان او لیکوالان زورول کیږي.

رپورټ وايي که څه هم پاکستان کې د تیرو کلونو په پرتله د تندروه اسلامي وسله والو لخوا بریدونو کې کمی راغلی خو په امنیتي عسکرو شوو بریدونو کې ګنړ شمیر اولسي کسان وژل شوي.

بې احتسابه امنیتي ځواکونه

د هیومن راېټس واچ دغه رپورټ زیاتوي په پاکستان کې د امنتي ادارو نه د بشري حقونو سرغړونو هیڅ پوښتنه نه کیږي. او جمهوري چارواکي او افسران د امنیتي عسکرو لخوا زورل کیږي. په خاصه توګه د قامي امنیت او د ترهګرۍ سره تړلې مسلو په اړه د اولس سره کیدونکي زیاتو د امنیتي ادرو نه هیڅ څوک پوښتنه نه شي کولی.

تیرکال د مارچ په میاشت کې د پاکستان پارلیمان یو داسې قانون هم منظور کړی وو چې ترمخه يې پوځي عدالتونو ته د دوو نورو کالو لپاره د مشکوکو ترهګرو مقدمې چلولو او سزا ورکولو اجازه ورکړی شوې. دغه رپورټ زیاتوي امنیتي ځواکونه په ګرد هېواد کې په زور د خلکو په تښتولو او غیرقانونه (ما ورای عدالت) وژنو کې ککړ دي. د رپورټ تر مخه حکومت د قامي امنیت په اړه د غیر دولتي تنظیمونو یا این جي اووز او د میډیا په نیوکو بندیز لګولی او دغه کار د تندلارو ډلو لخوا هم کیږي چې د وینا د د ازادۍ لپاره ګواښ جوړ شوی.

اېچ ار ډبلیو د کال ۲۰۱۸م په خپل رپورټ کې لیکلي د پاکستان سپریم کورټ لخوا د بډو رشوتونو د تورونو په سر د تېرې جولايي په میاشت کې د هغه وخت وزیر اعظم نواز شریف د نا اهله ګرځولو وروستو په پاکستان د سیاسي اړي ګړي او بې ثباتۍ سره مخ شوی.

د وینا ازادي او د مدني فعالینو پرضد بریدونه

په کال ۲۰۱۷م کې په پاکستان کې د بیان یا وینا ازادي او د مذني ټولنې غړو او خبریالانو باندې د امنیتي ادارو او وسله والو ډلو لخوا بریدونو په لار د دغو غږ غلي کولو هڅه روانه وه، په خاصه توګه هغه خلک چې د امنیتي ادارو یا پوځ پرضد لیکونه کوي. د هیومن رایټس واچ د رپورټ تر مخه په پاکستان کې مطبوعات هم هغه شان د فشار لاندې ساتل شوي په خاصه توګه د ترهګرې پرضد عملیاتو په وخت د بشري حقونو سرغړونو په اړه د راپورټ ورکولو یا نیوکو کولونه.

د رپورټ تر مخه وسله والو طالبانو او نورو ډلو مطبوعاتو ته ګواښونه ورکړي او په خبریالانو او فعالینو یې د دوی د کار له امله بریدونه هم ترسره کړي. تیرکال د جنورۍ په میاشت کې امنیتي ځواکونو پنځه تنه سلمان حیدر، وقاص ګورایا، عاصم سعید، احمد رضا نصیر او ثمر عباس وتښتول. دا ټول هغه کسان وو چا چې به په خپلو بلاګونو او لیکونو کې د تندلارو ډلو او د پاکستان په پوځ نیوکې کولې. په دغو کې څلورتنه د دریو اونیو پس د لاریونونو وروستو خوشي کړی شول خو ثمر عباس لا تر دې دمه بې درکه دی.

د رپورټ تر مخه تیرکال د مۍ په میاشت کې د پلټنو وفاقي اداری یا ایف ايي ای د ترهګرۍ پرضد څانګې خبریال او بیورو چیف طحه صدیقي د پلټنو لپاره راغوښتی وو. هم دغه میاشت ایف ايي ای په انټرنیټ د مذهب د "سپکاوي"تبصرو کولو شپږ کسه ونیول او د کورنیو چارو وزیر نوی قوانین اعلان کړو چې په انټرنیټ خپله پيژندګلو پټ ساتل ګران دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په انټرنټ باندې په پوځ نیوکی کولو لپاره لږترلږه ۴٠ کسانو سخه پلټنی شوي. او په ساېنسي بنیادونو پلټنې کولو لپاره ېې د دوي کمپیوټرونه او تلیفونونه هم نیولي دي.

د خلکو یا ګڼې لخوا وژنې

تیرکال د اپریل په میاشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د قهرژنو کسانو لخوا ۲۳کلن مشال خان د وهلو ټکولو وروستو وژلی. او د وژنې وروستو پرې د مذهب د سپکاوي تور لګولی. د مۍ په میاشت کې یو ۱۰کلن هلک هم د دغه شان ګڼې ګوڼې لخوا په بلوچستان ایالت کې هغه مهال وژل شوی وو کله چې خلک د پولیسو په تاڼه ورننوتل. د اېچ ار ډبلیو د رپورټ ترمخه په دغه کال کې د پاکستان ټیلي کمیونیکشن ادارې لخوا خلکو ته په مېلینونو پیغامونه لیږل شوي چې د مذهب د سپکاوي مواد دې نه شریکوي.

د ښځو، مذهبي لږکیو او نرښځیانو د حقونو سرغړونې

د کال ۲۰۱۸م په دغه کلیز رپورټ کې ویل شوي په پاکستان کې ښځې، مذهبي اقلیتونه، او نرښځیان د تشدد نه ډکو بریدونو، تعصب، او د حکومتي زور زیاتي سره مخشوي، او چارواکو دوي ته مناسب حفاظت ورکولو او یا د دغو پرضد زور زیاتي کونکو مجرمانو ته سزا ورکولو کې ناکامه شوی.

د رپورټ تر مخه د کال په٢٠١٧م په سرشمیرنه کې د نرښځو خانه شاملول او په لومړي ځل د نرښځو لپاره د قانون وړاندیز مثبت پرمختګونه وو، خو د نرښځیانو پرضد تشدد ورځ تر بله سېوا کیږي او مجرمانو ته هیڅ سزا نه ورکول کیږي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې دوام لري

د اېچ ار ډبلیو په رپورټ کې ویل شوي د هیواد په کړکیچنه صوبه بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا هم هغه شان روانې دي. او د بیلتون غوښتونکو بلوچانو په زور بې درکه کیدل او غیر قانوني وژنې رپوټونه هم هغه شان راروان دي. هم په بلوچستان ایالت کې بلوچ ملتپالو او نورو وسله والو ډلو لخوا د غیر بلوڅو عامو خلکو پر ضد بریدونه لا هم دوام لري.

په افغان کډوالو فشار

د بشري حقونو نړیوالې ادارې په خپل رپورټ کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په اړه ویلي د پاکستان حکومتي چارواکو لخوا په افغانانو د بیرته ستنیدو فشار هم هغه شان روان دی. که څه هم افغانستان ته د ستنیدونکي کډوالو شمیره په کال ۲۰۱۷م کې د کال ٢٠١٦م په پرتله ډیره کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG