لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهاند محمد حسن کاکړ له نړۍ سترګې پټې کړې


Mohammad Hassan Kakar
Mohammad Hassan Kakar

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د افغانستان مشهور تاریخ پوه پوهاند محمد حسن کاکړ د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر د امریکا په یو روغتون کې تیره شپه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د پوهاند کاکړ زوی ، کاوون کاکړ د خپل فیس بوک په پاڼه کې د خپل د مړینې په اړه لیکلي " پدی توگه تاسو ته خبر درکوم چې زما پلار پوهاند محمد حسن کاکړ نن د ۲۰۱۷ میلادی کال د جنورې د میاشتې په پنځمه نیټه؛ د ماښام په نهو بجو، د دی نړۍ څخه سترگې پټې کړې.‏ پوهاند کاکړ د یوی ناروغی له عمله په آرامه توگه په داسې حال کې چې خپل فامیل او دوستان یې په خوا کی وو د کلیفورنیا د دیویس په روغتون کی د ابدي ژوند په لور روان شو".

پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ عیسوي کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ په ولسوالۍ کې زیږیدلی وو.

هغه د لغمان ولایت کې د لومړنیو زده کړو وروسته د کابل په پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې او بیا لندن ته لاړ او هلته یې د لندن په ام پي ال پوهنتون کې د ماسترۍ ترکچې زده کړې وکړې او بیا یې هلته خپله دوکتورا هم واخیستله.

پوهاند کاکړ په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې یو څه وخت لپاره د پلڅرخي په زندان کې بند هم تیر کړی چې له زندان څخه د ازادیدلو وروسته لومړی پاکستان ته او بیا له هغه ځایه د امریکا د کلیفورنیا ایالت کډه وکړه.

هغه د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه زیات شمیر کتابونه او مقالې لیکلي دي. ( د وي او ای اشنا ویب پاڼې په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG