لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د هزاره ډيموکريټک پارټۍ په غږ د هدفي وژنو پر ضد شټرټاؤن هړتال


کوئټه : د هزاره ډيموکريټک پارټۍ په غږ د هدفي وژنو پر ضد شټرټاؤن هړتال
کوئټه : د هزاره ډيموکريټک پارټۍ په غږ د هدفي وژنو پر ضد شټرټاؤن هړتال

په کوئټه کې داتوار په ورځ د هزاره ډيموکريټک پارټۍ په غږ داوسنيو هدفي وژنو په ضد شټرټاؤن هړتالى نمانځلى شي.
قهرژن اولسي وگړي دهدفي وژنو او دحکومت لخوا خلکو ته تحفظ ورکولو کې په ناکامۍ احتجاج کوي.
دوکانونه او کاروباري مرکزونه بند پراتۀ دي او دمليشه ځواکونه په ښارکې گزمې کوي.
د خالي په ورځ وسله والو په کوئټه کې په يو گاډي ډزې کړې وې چې له امله يې يوولس کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وؤ، دپوليسو وينا ده دغه فرقه ايزه پيښه وه.
دهزاره ډيموکريټک پارټۍ مشر دبلوچستان دهائيکورټ او پاکستان دچيف جسټسز څخه په کوئټه کې دمخ په زياتيدونکو هدفي وژنو دنوټس اخستو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان دبلوچستان په حب سيمه کې داتوار په ورځ ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى او ددوؤ ماشومانو په شمول نهه نور ژوبل شوي دي.
بلخوا پوليس وائي نامعلومو ورانکارو د حب دگډاني بسونو اډې سره نزدې په بلوڅ بروهي مارکيټ ترڅنگ په يو هوټل کې دکرسُۍ لاندې چاؤيدونکي مواد ايښي وؤ.
دپوليسو په وينا دغه هوټل ته دخوراک لپاره گڼ شمير مزدوران ورځي او داتوار په ورځ ترسره شوې چاؤدنه کې دحب ددکمشنر فواد احمد سمرو ترمخه يو تن وژل شوى او ددوؤ ماشومانو په شمول 9 نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره يو مقامي روغتون ته وړل شوي ، دپيښې وروستو پوليسو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او دشکمنو کسانو څخه يې تپوس پوښتنې پيل کړي.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG