لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوشل ميډیا کمپنۍ جرمونو د ثبوتونو وډیوګانې او تصویران هم لرې کوي


په ۲۰۱۹ کې د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو د مسلح تن حمله په فېس بک په ژوندۍ بڼه خپرېدله چې پکې ۵۱ کسان ووژل شوو. د دې وروسته د سوشل میډیا کمپنو ژمنه وکړه چې سخت دریځه مواد به د خپلو پاڼو نه لرې کوي
په ۲۰۱۹ کې د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو د مسلح تن حمله په فېس بک په ژوندۍ بڼه خپرېدله چې پکې ۵۱ کسان ووژل شوو. د دې وروسته د سوشل میډیا کمپنو ژمنه وکړه چې سخت دریځه مواد به د خپلو پاڼو نه لرې کوي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي د ټولنیزو رسنیو یا د سوشل میډیا کمپنیانې د خپلو پاڼو نه داسې وډیوګانې او تصویران هم لرې کوي چې د جنګي جرمونواو نورو سنګین جرمونو په مقدمو کې د ثبوت او شواهدو په توګه استعمالیدلی شي.

د "وډیو ان اوېلېبل: سوشل میډیا پلېټ فورمز ریموو اېویډېنس اف وار کرایمز" عنوان د لاندې خپلو تحقیقاتو کې هیومن رایټس واچ وايي فېس بک، یو ټیوب او ټوېتر د مصنوعي ذهانت یا د ارټېفیشل انټلېجنس دلارې د داسې ډول موادو لرې کوول زیات کړي چې غیرقانوني یا د کرکې وړ ګڼل کیږي.

د اېچ ار ډبلیو د تحقیقاتو د عنوان معنا ده چې وډیو نشي ترلاسه کېدلی، سوشل میډیا د جنګي جرمونو ثبوت لرې کوي. د تحقیق کوونکو وېنا ده چې دا ډول انتهايي اهم ثبوت یا خو تباه کېږي او یا د پامه غورځوول کېږي.

د اېچ ار ډبلیو په رپورټ کې د هغه وډیوګانو ‌ذکر شوی دی چې بېلنګ کېټ نومې تحقیقي ادارې د سوشل میډیا نه ټول کړي دي او پکې د ورس بک نومي مزایل لانچر ښودل کیږي. سرکاري وکیلان وايي په کال ۲۰۱۴ کې د ملېشیا هوايي کمپنۍ پرواز ایم اېچ ۱۷ هم دغه ډول مزایل راغورځولی و. په پېښه کې ۲۸۹ کسان وژل شوي او د پرواز د غورځیدو تحقیقات کوونکي نړیوالې ډلې ددغه وډیوګانو شواهد استعمال کړي وو. روس د جهاز په غورځیدو کې د ککړتیا خبره ردوي.

د اېچ ار ډبلیو د تحقیقي رپورټ شریکه لیکواله بلقیسوايي کله چې په هالېڼد کې د ملېشیا جهاز د غورځیدو په سر مقدمه روانه وه نو د پېښې تحقیقات کوونکو غوښتل چې یو وارې بیا هغه وډیوز وګوري او عدالت ته ورکړي خو دغه وډیوګانې د سوشل میډیا نه لرې کړی شوي وو.

مېرمن وېل د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریال هنري ریجوېل ته وویل چې د هیومن رایټس واچ په تحقیقاتو کې په سوشل میډیا موجود شواهد بنیادي کردار ادا کوي.

مېرمن وېل وویل په ورستي کلونو کې او په خصوصي توګه د ۲۰۱۷ راهسې دوی وينې چې د ځینې وډیوګانې لکه د مثال په توګه چې ښايي عسکر یو تن په غیرقانوني توګه وژني او یا د داعش د تبلیغاتو وډیوګانې څه وخت وروسته لرې کړی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي حکومتونو په سوشل میډیا کمپنو فشار زیات کړی چې کرکه راپارونکي، غیرقانوني یا خطرناک مواد دې لرې کوي. په ۲۰۱۹ کې د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو د مسلح تن حمله په فېس بک په ژوندۍ بڼه خپرېدله چې پکې ۵۱ کسان ووژل شوو. د دې وروسته د سوشل میډیا کمپنو ژمنه وکړه چې سخت دریځه مواد به د خپلو پاڼو نه لرې کوي.

سوشل ميډیا کمپنو ایچ ار ډبلیو ته ویلي دوی په قانوني توګه پابند دي چې داسې مواد لرې کړي چې د کرکې نه ډک وي، کرکه، نفرت او یا تشدد راپاروي. د سوشل میډیا کمپنۍ دا کار د انسانو او د مصنوعي ذهانت په زریعه ترسره کوي.

د اېچ ار ډبلیو بلقیس وېل وویل نن سبا د سوشل میډیا د څارنې نظام دومره چټک شوی چې ناخوښه مواد د شایع کېدو سره سم لرې کړي او په ځینې وختونو کې خو دغه مواد لېدل شوی هم نه وي چې لرې شي.

د وي او ای رپورټ وايي په کال ۲۰۱۷ کې د لېبیا د یو مطلوب کمانډر د ګرفتارۍ امر د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمینل کورټ یوازې د سوشل میډیا نه ټول شویو ثبوتونو په بنیاد کړی خو هغه تر اوسه نه دی نیول شوی.

د سیریا ارکایو نومې تنظیم په رنګ د شهري حقونو نور تنظیمونه د کیمیاوي وسله د استعمال په ډول د جنګي جرمونو ثبوتونه په سوشل میډیا د موجود وډیوګانو نه جمع کوي. دغې ډلې هم ویلي د داسې قسم ثبوتونو د لېدل کېدو او تجزيي نه وړاندې دا د سوشل میډیا نه لرې کړی شي.

بلقیس وېل وايي سوشل میډیا نه د لرې کړی شوي مواد د محفوظ ساتلو طریقه شته او هغه دا چې هغه مواد چې د سوشل میډیا نه لرې کړی شي هغه دې داسې ځای کې محفوظ کړی شي چې یوازې د څیړنې او تحقیق په خاطر ورته رسايي ممکنه وي.

هیومن رایټس واچ وویل سوشل میډیا کمپنو سره یې په دې لړ کې تماس نیولی دی چې دغه ډول محفوظه ‌ذخیره جوړه کړی شي خو ټوېټر ورته ویلي د عدالت د اجازت نه بغیر د استعمالوونکو موادو ته رسايي نشي ورکولی. ټویټر په اړه وي او ای ته د نور تفصیل ورکوولو نه ډده وکړه.

فېس بک او یو ټیوب د دې رپورټ د شایع کېدو پورې نه خو اېچ ار ډبلیو او نه هم وي او ای ته د تبصرې خواست ته ځواب وېلی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG