لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هنزه : ملگرو ملتونو متاثرينو ته مرستې ورکول پيل کړي دي


هنزه : ملگرو ملتونو متاثرينو ته مرستې ورکول پيل کړي دي

دملگرو ملتونو دخوراکي موادو د ادارې له لوري د هنزه په عطا اباد سيمه کې دغرونو دگټانو راخوئيدلو او په سيند کې داوبو دبهيدو دمخې نيول کيدو له امله دجوړ شوي جهيل يا ډنډ له امله داغيزمنو شوؤ خلکو دپاره دخوراک ضروري مواد رسول شروع شوي.

دخوراک نړيوالې ادارې ډبليو ايف پي پخپل يو بيان کې وئيلي دي دغه مرستې دسرې مياشتې او يوې پاکستانۍ قومي ادارې په خواست کيږي.
بيان وائي په شپاړسو ټرکونو مشتمل يو کاروان داتوار په ورځ دشمال مغربي ښار نوښار سره نزدې دازاخيلو دسيمې څخه هنزه ته روان شوى دى.
په دغه امدادي سامانونو کې کمبلې،دخاورو دتيلو نغري،پلاسټکي لوخي،داخلي پخلي لوخي،بوتلونه، بالټي ، کولرې او نور ضروري سامانونه شامل دي.
بيان وائي دملگرو ملتونو ادارې داغيزمنو شوؤ سيمو دپاره څلور جنريټرې هم ورکړي دي.
همدغه راز په پاکستان کې دخوراک دنړيوالې ادارې يو چارواکي بيلکاسيم بين ذاذا وئيلي دي دهغوي اداره دپاکستاني چارواکو په مرسته هنزه کې دممکنه سيلابي صورتحال پرله پسې جاج اخلي او دمتاثرينو دامداد په لړ کې په هر رقم هنگامي خواست دسمدستي عمل کولو دپاره چمتو ده.
په هنزه کې په څلورمه جنورۍ دگټانو راخوئيدو او دمصنوعي جهيل يا ډنډ جوړيدو له امله 20 کسان وژل شوي او په سيند کې داوبو داودريدو له امله يو شمير کلي هم داوبو لاندې راغلي دي.
چارواکي انديښنه څرگندوي چې داوبو دمخ په زياتيدونکي فشار له امله دمصنوعي جهيل ماتيدو خطره شته او کۀ چرې دغه جهيل مات شي نو په زرگونو کسان به يې دبدو اغيزو لاندې راشي

XS
SM
MD
LG