لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله نه په کرکه تورن پاکستاني لیکوال باندې د برتانيې میډیا نیوکې کړي


د نوبل انعام ګټونکې پاکستانۍ ملاله یوسفزۍ خلاف کرکه پاروونکي لانجمن پاکستاني لیکوال مرزا کاشف علي ته د برتانیې په پارلیمان کې د غوره میلمه په حیث هرکلي ویلو په سر د برتانیې په میډیا کې سختې نیوکې شوي.

مرزا کاشف علي په خپل ژوند کې یواځې یو کتاب (زه ملاله نه یم) “I am not Malala” لیکلی. نوموړي دغه کتاب د ملاله نه د کرکې له امله د هغې I am Malala کتاب ته په ځواب کې لیکلی.

مرزا کاشف علي د ډېرې مودې راهسې تبلیغات کوي چې نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ د غربي هیوادونو ایجنټه ده او داچې د اسلام او پاکستان دښمنه ده.

د برتانيې په میډ یا کې په ښاغلي مرزا باندې نیوکې ځکه شورو شوې چې د برتانیې د پارلیمان غړي لارډ نذیر مرزا کاشف علي ته په پارلیمان کې تود هرکلی ویلی وو.

د برتانيې زیات کتل کیدونکو ورځپاڼو نه یو The Sun د لانجمن پاکستاني مرزا کاشف علي برطانيې ته په سفر اوږده قیصه لیکلې ده.

دغه لانجمن لیکوال د برتانيې جمهوریت دننه د ملاله خلاف خپل د کرکې ډک کتاب مشهورتیا کړې وه او خبرداری يې ورکړی وو چې هغه به ملاله یوسفزۍ خلکو ته په ‌ډاګه کړي که چرې د ناقدینو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره پاکستان ته ستنه نه شوه څوک چې په نوموړې د اسلام د سپکاوي تورونه پورې کوي.

مرزا کاشف په یو پاکستاني ټیلي ويژن ای آر واي باندې د ملاله یوسفزۍ په اړه د کرکې او اشتعاله ‌‌ډکې خبرې کړې وې چې له وجې يې په برتانیه کې ددغه ټیلي ویژن په خپرونو بندیز لګول شوی وو.

د ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزۍ هم په ټیلي ویژن د مرزا کاشف د اشتعاله ‌ډکو ویناو باندې د برتانيې د میډیا د څار ادارې آف کام ته شکایت کړی وو. د ای آرواي لخوا د برتانيې د میډیا یو بلې خلاف ورزۍ وروستو آف کام د کرکې او اشتعاله ‌ډک تورونو او مذهبي تشدد راپارولو په سر تیرکال برتانیه کې د دغه پاکستاني ټیلي ویژن په خپرولو بندیزلګولی وو.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه هم ډېر حساسه ګڼل کېږي اوپه لسګونو خلکو د مذهب د سپکاوي په تورونو کې خپل ژوندونونه بایللي. څیړنکاران وايي پاکستان کې اکثر خلک د خپلو مخالفینو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه استعمالوي او د مذهب په سپکاوي تورن خلک اکثرعدالت کې د څه قسم فیصلي اورېدو وړاندې د خلکو د فیصلې سره مخ شي.

مرزا کاشف پاکستان کې د شخصي سکولونو د یو تنظیم مشري کوي. نوموړي The Sun ورځپاڼې ته ویلي چې په برتانیه کې د برتانيې د قانون احترام کوي او داچې دملاله پرضد يې څه ویلي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG