لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: ایران د کال ٢٠١٥ په اېټمي لوظنامه ولاړ دی


صدر ټرمپ په ایران د بندیزونو بیا پرځای کوولو حکمنامه سږ کال د اگست په میاشت کې لاس لیک کړه

که څه هم امریکې په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي، خو د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې ویلي ایران د کال ٢٠١٥ په اېټمي معاهده ولاړ دی.

د انټرنیشنل اېټامک اېنرجي ایجنسۍ د ایران په اړه خپله کتنه د گل، دوشنبې، په ورځ شائع کړه.

تېره هفته امریکې په ایران هغه اقتصادي بندیزونه بیا پرځای کړل چې د کال ٢٠١٥ د لوظنامې په نتیجه کې یې نرمې کړې وې.

د ایران سره دغه معاهده امریکې، روس، چین، جرمني، برطانيي او فرانس لاس لیک کړه. د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم جوړولو کار ودرولو او غربي قوتونو په ایران خپلې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ چې د ایران د اېټمي معاهدې سخت مخالف دی، امریکا یې د لوظنامې ویستلې ده او د ایران د تېلو او بېنکونو په صنعت یې بندیزونه بیا پرځای کړې دي.

د ایران د معاهدې نورو فریقېنو ویلي د لوظنامې پابندي به کوي خو په داسې حال کې چې امریکې ویلي د ایران سره تجارت کونکو هېوادونو خلاف به هم گامونه اخلي د یورپي هېوادونه دپاره به مشکلاتو راپورته شي.

XS
SM
MD
LG