لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ورلډ کپ په مهمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د کرکټ په نړيوالو سیالیو کې نن پاکستان لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه. پاکستان په خپله پاڼۍ کې د ٧ لوبغاړو په سوځیدلو د افغانستان د۲۲۸منډو هدف پوره کړلو. د نن لوبه تر اخره پورې ډېره سخته وه.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان پاکستان کرکټ لوبډلې ته په بریا اومبارکي ویلې ده او د افغانستان لوبډله یې ستاېلې ده. عمران خان په یو ټویټ کې ليکلي دي:

"د پاکستان لوبډلې ته د افغانستان په ضد په فشار کې د غوره لوبې کولو او گټې ترلاسه کولو په سر امبارکي ورکومه. زه په ځانگړې توگه نن د پاکستان او ددې نه وړاندې د هندوستان په خلاف د افغانستان لوبډلې ته په په زړه وره او همت ناکه لوبه امبارکي ورکومه"

دا په نړیوال جام کې د افغانستان اتمه پرلپسې لوبه ده چې بایلې.​

څیړونکي وايي که سبا له انگلینډ د هندوستان نه وبایلي او پاکستان خپله لوبه د بنگله دیش نه وگټي نو د پاکستان به سیمي فاینل ته رسیده قوي شي.

د بنگل دیش ددې نه وړاندې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته دنهمو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوؤ پنځوسو اوورونو کې ۲۲۸ منډو هدف ورکړی دي.

د خالي په ورځ د انګلینډ په هیډنګلی لیډز لوبغالي کې دلوبې پچه یا ټاس د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب وګټلو اؤ پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان توپ وهونکو میدان ته د کوزیدو سره سم چټک لوبه پیل کړه خو پاکستاني باولر شاهین اپریدي دلوبې په وړومبي اوور کې ګلبدین نائب وسوځولو اؤ له هغه وروسته سمدستي د شاهین اپریدي په بال حشمت الله شاهدي هم پرته له کومې منډې جوړولو وسوځیدلو.

د ګلبدین نائب اؤ شهیدي له سوځېددو وورسته دافغانستان لوبغاړي رحمت شاه په غوره لوبه پیل وکړو خو هغه هم د۳۵منډو جوړولو وروسته دعماد وسیم په بال نیونه وسوځېدو.

د درېوؤ لوبغاړو د سوځېدو باوجود هم افغان لوبډلې په چټک انداز د توپ وهنې لړۍ ته دوام ورکړو اؤ اؤ اکرام اؤ اشرف افغان په ۱۸.۱ اوورنو کې دخپلې لوبډلې منډې ۱۰۰ؤ ته ورسولې.

دافغان لوبغاړو اکرام اؤ اشرف افغان دلوبې ملګرتیا په ۱۲۱منډو دشاداب خان په بال ماته شوه اؤ په ۱۲۱منډو کې چې اشرف افغان په یوازې ځان ۴۲منډې جوړې کړې نو وسوځېدو.

کله چې د۱۲۵منډو په جوړولو دافغانستان نیمایي لوبډله وسوځېده نو بیا محمد نبي اؤ نجیب الله خپلې لوبډلې ته غوره اډاڼه ورکړه اؤ تر۳۵م اوور یې دلوبډلې دمنډو شمیره ۱۴۹ ته ورسوله.

دافغان لوبډلې منډط چې ۱۶۷ ته ورسیدلې نو د وهاب ریاض په بال دمحمد نبي نه وتلی کیچ محمد عامر ونیولو اؤ دغسې هغه هم وسوځېدلو.

دافغانستان اصغر ستانکزی په ۴۲،نبي ځدرن په ۴۲،راشد خان په اتوؤ حمید حسن په یوه منډه جوړولو بریالي شوي دي.

دنړیوال کپ په سیالیو کې تر اوسه پاکستان اووه لوبې کړي چې په هغې کې یې درې ګټلې ، درې یې بائیللي اؤ یوه دباران له امله بې نتیجې پائ ته رسیدلې ده خو افغانستان تر اوسه پخپلو اوو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې .

پاکستان ته به سیمې فائنل کې دلوبیدلو دپاره دخپلو کامیابیو لړۍ دوامداره ساتل اؤ دافغانستان ترڅنګ د بنګله دیش نه هم راتلونکې سیالي ګټل وي.

Recommended

XS
SM
MD
LG