لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ عمران خان او شاه محمود قرېشي د سایفر په مقدمه کې بري کړل


د رپورټ ترمخه، په عمران خان د وزیراعظم په حېث او په شاه محمود قرېشي د خارجه وزیر په حېث د سرکاري زار د افشا کولو الزام لګول شوی و
د رپورټ ترمخه، په عمران خان د وزیراعظم په حېث او په شاه محمود قرېشي د خارجه وزیر په حېث د سرکاري زار د افشا کولو الزام لګول شوی و

اسلام اباد های کورټ پخوانی وزیراعظم عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د سایفر په مقدمه کې بري کړل او هغوی ته اورول شوې سزاګانې يې مسترد کړې.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې عدالت عمران خان او شاه محمودقرېشي ته د سایفر په مقدمه کې لس لس کاله د قېد سزاګانې اورولې وې.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس میا ګل حسن اورنګزېب د ګل، دوشنبې، په ورځ د سزاګانو خلاف د پي ټي ايي د دواړو مشرانو په اپیلونو مخکې محفوظ شوي فېصله واروله.

سایفر هغه سفارتي خط دی چې عمران خان په یوه جلسه کې ښکاره کړی و او او دعوه يې کړې وه چې دا دستاوېز د دې خبرې ثبوت دی چې امریکې د هغه حکومت ختمول غوښتل. امریکايي چارواکو د عمران خان دا خبره په تکرار رد کړې ده.

په ۲۰۲۲ کې د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای د عمران خان، شاه محمود قرېشي‎، اسد عمر او د ځینو نورو کسانو خلاف په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسدمجید لېږل شوي خفیه سفارتي خط د افشا کولو په الزام مقدمه درج کړې وه.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په مقدمه کې د پي ټي ايي په مشرانو حقایق د بدلولو او د خپل ذاتي مفاداتو دپاره د استعمالولو الزام هم لګول شوی و.

د رپورټ ترمخه، په عمران خان د وزیراعظم په حېث او په شاه محمود قرېشي د خارجه وزیر په حېث د سرکاري زار د افشا کولو الزام لګول شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG