لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان او د هغه د مېرمن سزاګانې معطل کړې


د سږ کال د جنورۍ په ۳۱ نېټه د احتساب عدالت عمران خان او بشرا بي بي ته د توشه خانې په مقدمه کې څوارلس څوارلس کاله د قېد سزا اورولې وه. د قېد نه علاوه عمران خان او بشرا بي بي ته په مجموعي توګه د ۱۵۷۴ مېلین روپو جرمانې سزا او اورول شوې وه
د سږ کال د جنورۍ په ۳۱ نېټه د احتساب عدالت عمران خان او بشرا بي بي ته د توشه خانې په مقدمه کې څوارلس څوارلس کاله د قېد سزا اورولې وه. د قېد نه علاوه عمران خان او بشرا بي بي ته په مجموعي توګه د ۱۵۷۴ مېلین روپو جرمانې سزا او اورول شوې وه

د اسلام اباد های کورټ د توشه خانې په مقدمه کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرم بشرا بي بي ته اورول شوې څوارلس څوارلس کاله د قېد سزاګانې معطل کړې.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس عامر فاروق په مشرۍ کې بېنچ د ګل، دوشنبې، په ورځ د توشه خانې په رېفرېنس کې د سزا خلاف د عمران خان او د بشرا بي بي د اپيلونو اورونه کوله.

د اورونې په مهال چیف جسټس عامر فاروق وویل د نهې، سه شنبې، د ورځ نه به د عمران خان خلاف د سایفر مقدمه شروع کېږي او د توشه خانې مقدمه تر بلې ورځ پورې نشي ځنډول کېدی.

د اسلام اباد های کورټ په بېنچ کې شامل جسټس میا ګل حسن اورنګزېب د نېب د وکیل نه پوښتنه وکړه چې ایا هغه د عمران خان سزا په معطل کېدو څه موقف بېښ کول غواړي؟

د نېب وکیل وویل د فېصلې کتنه یې کړې ده او دا د فېصلې د معطل کولو کېس دی او د سزا په معطل کېدو په څه اعتراض نه لري خو د اسزا خلاف اپيلونه اوس نه اورېدل کېدی.

د عمران خان وکیل غوښتنه وکړه چې د سزا ترڅنګ دې د سزا فېصله هم معطل کړی شي.

جسټس میا ګل حسن اورنګزېب وویل دغه معامله په سپریم کورټ ده نو ځکه دې و نه چېړل شي.

د دې وروسته، های کورټ د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان او د بشرا بي پي سزا معطل کړه.

د سږ کال د جنورۍ په ۳۱ نېټه د احتساب عدالت عمران خان او بشرا بي بي ته د توشه خانې په مقدمه کې څوارلس څوارلس کاله د قېد سزا اورولې وه. د قېد نه علاوه عمران خان او بشرا بي بي ته په مجموعي توګه د ۱۵۷۴ مېلین روپو جرمانې سزا او اورول شوې وه.

د توشه خانې په مقدمې کې عمران خان د ۱۰ کالو دپاره د عوامي عهدې دپاره نااهل ټاکل شوی و.

د کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د هغه وخت د پاکستان ډېموکرېټېک موومنټ مخلوط حکومت د قومي اسمبلۍ د غړو په درخواست د اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف په یو رېفرېنس کې د الېکشن کمېشن نه عمران خان د نااهله کولو غوښتنه وکړه.

په خواست کې غوښتنه شوې وه چې عمران خان الېکشن کمېشن ته د خپلو اثاثو په اړه معلوماتو کې د هغه تحفو او د تحفو د خرڅولو نه ترلاسه شوی امدن نه دی څرګند کړی. په خواست کې وېل شوي وو چې هغه ګرانۍ ډالې چې عمران په توشه خانه کې د ملګرو ملکونو نه اخیستې وې، دوه کاله يې هغه په خپلو انتخابي ګوشوارو کې نه وې ظاهرې کړې.

دا ډالۍ د کال ۲۰۲۰ او د ۲۰۲۱ په ګوشوارو کې هغه وخت ظاهرې کړی شوې کله چې د توشه خانې سکېڼدل په خبرونو کې راغلو.

الېکشن کمېشن ته د سپيکر د رېفرېنس وروسته عمران خان او د هغه مېرمن ته د توشه خانې په مقدمه کې څوارلس څوارلس کاله د قېد سزاګانې ورکړی شوې.

توشه خانه د پاکستان د وفاقي حکومت د کابینې ډویژن نومې ادارې د سرپرستۍ دلاندې هغه ځانګه ده چې د هغو ډالیو ساتنه کوي چې بهرني هېوادونه او بهرني چارواکي يې پاکستاني مامورینو ته ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG