لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ: که ریاست بې درکه کسان نشي موندلی نو بخښنه دې وغواړي


د انساني حقونو فعالان وخت په وخت د بې درکه کسانو د بازیابۍ دپاره احتجاجونه هم کوي
د انساني حقونو فعالان وخت په وخت د بې درکه کسانو د بازیابۍ دپاره احتجاجونه هم کوي

د اسلام اباد هایکورټ مشر جج چیف جسټس اطهرمن الله ویلي که حکومت بې درکه کسان نشي موندلی نو عدالت دې د خپلې ناکامۍ نه خبر کړي او بخښنه دې وغواړي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ د خبریال مدثر نارو او د اسلام اباد د یوې یونېورسټۍ د دوو طالب علمانو د بې درکۍ په اړه د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال جسټس اطهر من الله وویل څوک هم د حکومت د رضا نه بغېر نشي بې درکه کېدلی او که چېرې داسې نه وي نو حکومت خو به د چا خلاف څه ګامونه پورته کړي وو.

د رپورټ ترمخه جسټس اطهرمن الله وویل په ملک کې د خلکو د بې درکه کېدو ذمه وار د ملک چیف اېګزېکټیو یا اجرايي ریس وي.

د مقدمې د اورېدنې په مهال اټارني جنرل یا مشر حکومتي وکیل خالد جاوېد خان وویل د ملک هېڅ چیف اېګزېکېټیو موجوده او پخواني د چا د بې درکه کولو امر نه دی کړی

چیف جسټس وویل چې ریاست دا مني چې دوه بچي په زور بې درکه کړی شوي دي نو څوک به یې بازیاب کوي؟

د چیف جسټس وېنا وه چې دا تاثر ختمولو دپاره چې په دې لړ کې څوک څه ګام نه اخلي، نو چا چې ماشومان په زور بې درکه کړي دي حکومت دې په ضد ګامونه واخلي او که چېرې داسې نشي کول نو عدالت ته دې راشي او بیان دې ورکړي او بخښنه دې وغواړي چې دا کار نشي کولی.

اټارني جنرل وویل د مدثر نارو د کورنۍ غړو یې د وزیراعظم سره هم ملاقات شوی دی، ډیر کوښښونه یې کړي دي خو د مدثرنارو د بازیابۍ په لړ کې کامیابي نه ده ترلاسه شوي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په تېر سماعت کې چیف جسټس اطهرمن الله ویلي چې د خلکو د بې درکه کېدو ذمه واري چیف اېګزېکېټیو وي. هغه د پخواني پوځي مشر پرویزمشرف د نوم اخیستلو بغیر وویل چې پخواني چیف ایګزېکېټیو په فخر په خپلو کتابونو کې د خلکو اوچتیدل په غاړه اخیستي دي.

اټارني جنرل وویل په پاکستان کې په تېرو څو لسیزو کې خلک بې درکه کېږي خو ټول په زور لا درکه کېدل نه وو، ځینې خلک د جهاد په نوم د کورونه نه تللي. هغه زیاته کړه چې حکومت د بې درکه کسانو کورنیو د مرستې دپاره پنګه قایمول غواړي او په دې لړ کې به د صوبايي حکومتونو نه هم مرسته اخیستل کېږي.

د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي په عدالت کې په اسلام اباد کې د بېن الاقوامي اسلامي یونېورسټۍ د دوو طالب چې وروڼه دي او بې درکه دي، پلار یې عدالت ته وویل چې زامن یې د دورې وردۍ والو بوتللي دي، د بې درکه کسانو دپاره د حکومتي کمېشن د مشر په هدایت یې د زامنو د ورکېدو اېف ای ار هم درج کړی دی او کمېشن د خپل کار پوره کولو وروسته دا د جبري بې درکه پېښه ټاکلې ده.

په دې چیف جسټس وویل چې اټارني جنرل دی ووايي چې حکومت د ذمه وارو خلکو په ضد اقدامات ولې نه دي کړي؟

اټارني جنرل وویل پکار ده چې کمېشن نور ګامونه هم پورته کړی وی.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د بې درکه کسانو د مقدمو پېروي کوونکی وکیل او د پوځ پخوانی کرنېل انعام الرحیم هم په عدالت کې موجود و او ویې وېل په پاکستان کې د بې درکه کسانو مجموعي تعداد 8279 ته رسېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG