لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایي ایم ایف د نړۍ اقتصاد په اړه خپلې اندازې جگې کړي


ایي ایم ایف د نړۍ اقتصاد په اړه خپلې اندازې جگې کړي

د پېسو نړیواله اداره یا ایي ایم ایف د نړۍ اقتصاد د پرمختیا په اړه خپلې اندازې پرمخ بوتللي خو د اروپا خپل واکه قرضو په اړه یې هوښیار اوسیدو خبرداری ورکړی.

په واشنگټن کې د زیارت په ورځ د نړۍ د اقتصادي انځور پحقله خپل رپوټ خپوریدو په وخت ایي ایم ایف د نړۍ د اقتصاد د پرمختیا کچه 4.2٪ نه تر 4.6 ٪ پورې لوړه کړی.
ایي ایم ایف د اپریل په میاشت کې د چېن لپاره د اقتصاد کچه د 10٪ نه 10.5 ٪ ، د هند لپاره د 8.8 ٪ پرځاې 9.4 ٪ او د امریکا د اقتصاد د پرمختیا کچه د ٪ 2.7 نه تر 3.3٪ پورې لوړه کړی ده.
نړیوالې اقتصادي ادارې په خپل رپوټ کې ویلي چې اروپا کې د قرض د ستونزې له وجې نړیوال اقتصاد ته پېښې خطرې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG