لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايي اېم اېف: پاکستان په رسمي ډول د قرض خواست نه دی کړی


په انډونیشیا کې د ايي اېم اېف د چارواکو غونډه

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنیشنل مانیټ‏ري فنډ ویلي پاکستان ورسره لا په رسمي ډول د قرض اخیستلو دپاره رابطه نه ده کړې.

د رویټزر خبري ادارې ترمخه د ايي اېم ایف د اقتصادي چارو مشر مورېس ابسفلډ د انډونیشیا په بالي جزیره کې د ادارې د غونډې ترڅنگ خبریالانو ته وویل پاکستان د پور دپاره ايي اېم ایف سره خبرې لا نه دي پېل کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر د گل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د هېواد خراب اقتصاد او د زر مبادله د بهتر کولو دپاره به د ايي اېم اېف نه قرض اخلي.

ویل کېږي چې پاکستان د ١٢ ارب ډالرو مالي امداد ته اړتیا لري.

که چېرې ايي اېم اېف راضي شي چې پاکستان ته پېسې ورکړي نو په تیرو پنځو کلونو کې به د ايي اېم اېف نه دا د پاکستان دویم قرض وي.

د پاکستان د خزانې وزیر ايي اېم اېف نه د قرض غوښتلو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې وزیراعظم عمران خان د هېواد اقتصاد په خپلو پښو د ودرولو او په تېرو وختونو کې د ايي اېم اېف د قرضونو سخت مخالفت کړی.

او د شورو، چارشنبې، په ورځ عمران خان یوې غونډې ته وویل چې هېواد به د اقتصادي کړکیچ نه راوباسي. هغه د هېواد د اقتصادي ستونزو ذمه واري په تېرو حکومتونو واچوله.

د ايي اېم اېف اقتصاد پوهه مورېس ابسفلډ وویل د پاکستان د زرمبادله ذخېرې غورځېدلې دي او اقتصاد یې کمزوری دی سره د دې چې هېواد د اقتصادي پرمختگ صلاحیت لري.

مورېس ابسفلډ د دې خبرې ستاینه وکړه چې د پاکستان موجوده حکومت په اقتصادي او مالیاتي چارو کې د اصلاحاتو اراده لري. هغه وویل پاکستان د اقتصادي پرمختگ "بې انتها" صلاحیت لري. هغه زیاته کړه "حکومت د بنیادي اصلاحاتو اراده څرگنده کړې ده چې دا رنگ د فنډ (ايي اېم اېف) نه د مالي امداد چکر مات کړي."

د ايي اېم اېف چارواکي وویل پاکستان د بنیادي اسانتیاو یا انفراسټرکچر په مد کې مالي کومک ته اړتیا لري او په دې لړ کې د چین امداد د گټي ترڅنگ نقصانات هم لري.

چین د سي پېک د منصوبې دلاندې په پاکستان کې د انفراسټرکچر په مد کې د اربونو ډالرو سرمایه کاري پېل کړې ده خو د پاکستان نوی حکومت وايي په ځینو منصوبو د پېسو د لگښت اندازې زیاتې دي. په تېرو ورځو کې پاکستان د پېښور او کراچۍ ترمنیځ د رېل گاډې په نظام لگېدونکو پېسو کې د دوه ارب ډالرو کمی وکړو.

مورېس ابسفلډ وویل د سي پېک منصوبې باید چې پائدارې وي او په پاکستان یې د قرضونو بوج وه نه غورځیږي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په پاکستان کې د چین په اقتصادي منصوبو تنقید کړی دی او وايي دغه منصوبې به د پاکستان په اوږو د قرضونو بار وغورځوي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرض مخالفت کړی دی. مایک پامپېیو د جولايي په میاشت کې ویلي وو چې ايي اېم ایف دې پاکستان ته د چین قرض ادا کولو دپاره پېسې نه ورکوي.

چین په پاکستان کې د خپلو منصوبو دفاع کوي او وايي دا به د هېواد اقتصاد بهتر کړي.

XS
SM
MD
LG