د نړیوالې مالیاتي ادارې (آي ایم ایف) مشرې ویلي پاکستان د تېرو دریوؤ میاشتو راهسې د آي ایم ایف سره د دریوؤ اربو ډالرو د لنډ مهاله پور لپاره د ورکړل شوؤ لارو په تعقیب (فالو اپ پروګرام) خبرې کوي خو وایي اوس هم پاکستان ته لا د څه ستونزو هوارې پاتې دی.
د اټلانټک کونسل په څېړنیز مرکز کې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې د نړیوالې مالیاتي ادارې مشرې کرسټالینا جارجیوا ویلي پاکستان آي ایم ایف سره خپل موجوده د( پور) پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کوي.
د ايي ایم ایف مشرې ویلي ښایي چې خپل اقتصاد ښه کوي اؤ د بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې یې اضافه کیږي، خو زیاتوي چې اوس هم پاکستان کې ځېنې داسې ستونزې شته چې هوارول یې ضروري دي.
هغې ویلي په دغو ستونزو کې د ټیکسونو لمنه پراخول اؤ دې خبرې ته کتنه شامل ده چې شتمنه طبقه څنګه د ملکي اقتصاد په پیاوړتیا کې خپله برخه اچوي.
د دې ترڅنګ نوموړې ویلي د حکومتي لګښتونو څارنه اؤ یو روڼ چاپېریال رامنځته کول هم هغه معاملې دي چې باید پام ورته وګرځول شي.
ټاکل شوې ده د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د آي ایم ایف چارواکو سره د پور په نوي پروګرام د خبرو لپاره نن خالي یا شنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته په سفر روانېږي.
د 13 اپریل نه تر 21م اپریل پخپل دې سفر کې به د پاکستان د خزانې وزیر د آي ایف ایف د مشرې کرسټالینا جارجیوا، د مرکزي اسیاء لپاره د امریکې مرستیال خارجه وزیر ډونلډ لو اؤ د امریکې د خزانې د مرستیال وزیر سره لېدنې کوي.
نړیوالې مالیاتي ادارې په 19م مارچ پاکستان سره د ارزونې د وروستیو مذاکراتو د کامیابېدو اعلامیه خپره کړې ده چې د هغې له مخې دواړه خواوې د مامورینو په کچه تړون ته رسېدلې وې.
ددغه تړون له مخې د آي ایم ایف له لوري پاکستان د پور د پاتې پیسو څخه د یو ارب اؤ 10 کروړه ډالرو ورکول کېدو ته لاره هواره شوې ده.
د آي ایم ایف لخوا د پور د لنډ مهاله پروګرم په اساس له وړاندې څخه پاکستان ته په دریوؤ اربو ډالرو کې یو ارب اؤ 90 کروړه ډالر په دوؤ بیلا بیلو پړاوونو کې ورکړل شوي دي .
د نړیوالې مالیاتي ادارې د اجراییه بورډ له منظورۍ وروسته به پاکستان ته نور یو ارب اؤ 10 کروړه ډالر هم ورکړل شي چې دې سره به د لنډې مودې د پور دا پروګرام سرته ورسیږي.
آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې پاکستان ته د نوي پور لپاره شرطونه هم روښانه کړي وؤ چې د هغې له مخې پاکستان ته به د ټیکسونه لمنه غځول،په کمو ټیکسونو ورکوونکو څانګو ټیکسونه لګول،د ټیکس انتظامیه ښه کول اؤ د انرژۍ په څانګه کې پیداوارۍ لکښتونه وصولول وي.
همدا شان پاکستان ته د بجلۍ د پیداوار اؤ ویش نظام ښه کول اؤ د بجلۍ د ویش د کمپنیو انتظامیه کې غوره والی راوستل وي.
د آي ایم ایف په شرطونو کې ویل شوي چې پاکستان ته به په فاریکس مارکیټ هم روڼوالی راوستل اؤ د خسارې سره دمخ سرکاري ادارو کاردګردګۍ کې ښه والی راوستل وي.
تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب ویلي وؤ حکومت د روان مالي کال تر پائ نړیوالې مالیاتي ادارې یا آي ایم ایف سره (د پور) نوی تړون کول غواړي.
اقتصادي چارو څېړونکي ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و.
د ډيوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې ډاکټر عابد قيوم سلهري ویلي ، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي.
Forum