لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف: نړیوال اقتصاد د توقع نه په زیاته چټکتیا بحالیږي


په واشنګټن کې د ايي اېم اېف اقتصاد پوهه ګیتا ګوپینات وویل په نړیوال اقتصاد کې بهتري په امریکا کې د شعبې ته ورکړی شوي ملاتړ، د دنیا په بېلا بېلو برخو کې د کرونا وایرس په ضد د وېکسین شروع کېدل او په ځینېو ځینو سیمو کې د کرونا وبا باوجود د اقصاد هلو ځلو د دوام عکاسي کوي
په واشنګټن کې د ايي اېم اېف اقتصاد پوهه ګیتا ګوپینات وویل په نړیوال اقتصاد کې بهتري په امریکا کې د شعبې ته ورکړی شوي ملاتړ، د دنیا په بېلا بېلو برخو کې د کرونا وایرس په ضد د وېکسین شروع کېدل او په ځینېو ځینو سیمو کې د کرونا وبا باوجود د اقصاد هلو ځلو د دوام عکاسي کوي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانېټري فنډ ویلي د کرونا وایرس له امله زیان من شوی نړیوال اقتصاد د توقع نه په زیاته چټکتیا د بحالۍ په لوري روان دی.

ايي اېم اېف وویل توقع ده چې سږ کال به په نړیوال اقتصاد کې شپږ فیصد او په ۲۰۲۲ کې به د څلور اشاریه څلور فیصد ترقي وشي.

په کال ۲۰۱۹ کې په چین کې د کرونا وایرس د شروع کېدو نه وروسته نړیوال اقتصاد کې درې اشاره درې فیصد کمی شوی و.

په واشنګټن کې د ايي اېم اېف اقتصاد پوهه ګیتا ګوپینات وویل په نړیوال اقتصاد کې بهتري په امریکا کې د شعبې ته ورکړی شوي ملاتړ، د دنیا په بېلا بېلو برخو کې د کرونا وایرس په ضد د وېکسین شروع کېدل او په ځینېو ځینو سیمو کې د کرونا وبا باوجود د اقصاد هلو ځلو د دوام عکاسي کوي.

ګوپینات وویل د اقتصاد د بهترۍ په اړه د ایي اېم اېف په اټکل کې اوس هم غیریقیني شته ځکه چې کرونا وایرس لا په مکمله توګه نه دی ختم کړی شوی او په ځینو ملکونو کې مرض بیا زیاتېږي.

هغې وویل که چېرې د وایرس داسې شکل مخې ته راځي چې موجوده وېکسین پې کار نه کوي نو د اقتصاد په اړه اندازې لاندې تللی شي او که چېرې داسې نه کیږی او د خلکو د وېکسین اخیستلو رفتار زیاتېږي نو هم دغه شان د اقتصاد د ښه کېدو په رفتار کې به هم چټکتیا کېږي.

اقتصادي بحالۍ دپاره بل خطر د مېرمن ګوپینات ترمخه د سود په شرح کې د وخت نه وړاندې اضاف کېدل دي. هغه وویل د دې له امله په اقتصادي توګه کمزوري ملکونه زیات خرابېدلی شي. هغه وویل په غېر منظمه ډول د سود شرح زیاتول به اقتصادي پرمختګ ته نقتصان ورسوي. هغې د امریکې په شمول په نورو حکومتونو غږ وکړو چې د اقتصاد ملاتړ دې جاري وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG