لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان یو وارې بیا په خپله وینا بخښنه غوښتې


د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) مشر عمران خان د پاکستان ټاکنو کمېسون په اړوند کړو خبرو باندې بخښنه غوښتې.

عمران خان د خپل ګوند د فنډ يا چندو په اړه د ټاکنو کمېسون رپورټ ته د تعصب نه ډک ويلي ؤ، او د پي ټي ايي پخواني غړي اکبراېس بابر بيا د هغه پر ضد د عدالت د سپکاوي خواست کړی ؤ.

عمران خان نن سره د ملګرو او وکيلانو د ټاکنو کمېسون مشر سردار رضاخان په وړاندې حاضر شوی او د هغه وکيل بابراعوان عدالت ته ويلي دوه وارې يې بخښنه غوښتې ده.

خو عدالت ويلي په ليکلې بڼه دې بخښنه وغوښتی شي او بيا د عمران خان لاسليک کړې غېر مشروط ډول بخښنه عدالت ته وړاندې کړی شوې او هغه ويلي په خپلو خبرو پښېمانه دی.

د ټاکنو کمېسون د عمران بخښنه منلې او د هغه په ضد مقدمه يې ختمه کړې ده.

له دې وړاندې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د ټاکنو کمېسون د عمران د نيولو او کمېسون په وړاندې حاضرولو حکم کړی ؤ، خو د عمران په خواست اسلام اباد هائيکورټ دغه حکم معطل کړی او هغه نن په خپله کمېسون ته حاضر شوی دی.

د فېصلې وروستو عمران خان وويل د هغه د کړو خبرو مطلب دا نه ؤ چې د ټاکنو کمېسون ته يې سپکې ویلي دي، خو د هاغه وخت غبرګون يې دغه ډول ؤ.

په عمران خان پسې د پاکستان مطبوعات او ټيلي ويژن چېنلې د "يو ټرن" یا د (خپلې خبرې نه واپس کېدو) توری کاروي او وخت په وخت پسې هغه زړې خبرې چلوي چې هغه وړاندې کړي او بيا ترې واپس شوی وي.

د بېلګې په توګه د عمران دغه خبره چې هغه ويلي ؤ "خدای دې هغه د شېخ رشيد غوندې کامیاب سیاستدان جوړ نکړي"، هغه ته به يې "بې شرمه او شيده ټلي ويل"،او اوس شېخ رشيد د هغه کلک ملګری دی.

دغه رنګ نوموړي "د کال ۲۰۱۳م د عامو انتخاباتو وروستو د ټاکنو کمېسون او عدليې په انتخاباتو کې کوم کردار ؤ هغې ته د پاکستان د تاريخ شرمناک رول ويلي ؤ".

خو چې کله عدالت وغوښتو نو د هغې وروستو يې ويلي ؤ هغه په خپلو خبرو کې د ريټرنګ افسر نوم اخستی ؤ، او د سترې محکمې په اړه يې څه نه ؤ ویلي.

پاکستان کې د پي ټي ايي مخالف سياستمدار هم په عمران تور لګوي، چې هغه سياست ته سپکې اصطلاګانې راوستې او نه يواځې په عدالتونو بلکې پارلمان پسې هم سپکې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG