لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ستر عدالت په فیصلو به هیڅ جوړ جاړی نه کوو: عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د عیسايي میرمن آسیه بي بي په اړه د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ د فیصلې پوره مرسته کوي او زیاتوي حکومت به د عدالت په فیصلو هیڅ قسمه جوړ جاړی وه نه کړي.

د خالي یا شنبې په ورځ د پنجاب په سرښار لاهور کې د بې کوره خلکو لپاره د پناه ځاې یا (شلټرهوم) د پرانستې دستورې ته د وینا په وخت وزیراعظم ویلي که چرې حکومت د ستر عدالت د فیصلې په شاه نه وی ودریدلی نو په هیواد کې به هیڅ قانون، د قانون پرځاې کول نه وی پاتې.

عمران خان دغه وینا په داسې وخت کړې چې په پاکستان کې د سپریم کورټ د فیصلې وروسته د مذهبي تندروه ګوند تحریک لبیک سره د حکومتي لوظنامې په سر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت سخت ټکونه روان دي او مخالفه ګوندونه او سیاسي څیړونکي ګڼي د تحریک انصاف حکومت د تحریک لبیک سره لوظنامه د جمهوری حکومت کمزوري ښايي.

د زیارت (پنجشنبې) په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې عیسایي مېرمن آسیه بي بي له اته کلن بنده وروسته د پنجاب ملتان ښار له جېل څخه خوشې کړل شوې ده.

د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د آسیه بي بي د خوشي کولو امر کړی وو او ویلي یې وو چې پر هغې مذهب ته د سپکاوي لګېدلي تورونه بې ځایه وو.

د سپریم کورټ د دې پرېکړې په ضد په ټول پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو له خوا درې ورځې پراخ احتجاجونه وشول، چې زیاته فعاله پکې د تحریک لبیک پاکستان په نامه ډله وو.

تحریک لبیک ډلې په اسلام اباد کې پیل کړې احتجاجي ناسته وروسته له هغه پای ته ورسوله، چې حکومت ورسره مذاکرات وکړل.

حکومت په خپره کړې لوظنامه کې ویلي وو، د آسیه بي بي د خوشي کولو په اړه د سپریم کورټ پر پرېکړه د بیا کتنې لپاره درخواست ورکړل شوی دی او همدارنګه یې دوی ته ډاډ ورکړی وو چې د اي سي ایل په لیسټ کې د آسیه بي بي د نوم د اچولو لپاره به هم قانوني ګامونه اخلي.

د آسیه بي بي خاوند عاشق مسیح دوې ورځې وړاندې ویلي وو، چې د کورنۍ د غړیو ژوند یې په خطر کې دی او د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون یې له برتانيې او کېنېډا څخه د پناه غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG