لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په کال 2017 کې څه د پاسه یو لک روپۍ ټیکس ورکړی


د پاکستان د ټیکس د چارو د چارواکو تر مخه ښاغلي عمران خان په کال 2017 کې 103،763 روپۍ ټیکس ورکړی دی. هغه په کال 2016 کې 159،609 روپۍ ورکړې وې چې د تېر کال په پرتله 55846 روپۍ کمې وې.

د هغه د اربونو روپود جایدادونو او په کم ټیکس ورکولو په پاکستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.

د انگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼې پخوانی ایډیټر عباس ناصر په یو ټویټر کې ليکي د علیشانه ژوند تیرونکې د میاشتې اته زره په ټیکس کې ورکړي دي.

هغه لیکي:

"دمنصب نه وړاندې په غرونو کې شانداره محل، گران بیعه گاډي، نوکران، پرله پسې خارجي دورې خو ټیکس یې یواځې 8600 روپۍ د میاشتې ورکولو"

هم دغه شان یو طنزیه ټویټ پخواني پوځي افسر اسد منير کړی دی، هغه ویلي دي شتمن خلق دې د ټیکس نه ورکولو مشورې د عمران خان نه واخلي.

عمران خان که یو خوا د اربونو روپو د جایدادونو باجود ډېر معمولي ټیکس ورکړی دی نو بلې خوا ته هغه تل دغه دعوا کوي چې ټیکس ورکولو سره پاکستان ترقي کولې شي

ښاغلي خان یو څو ورځې د مخه د ټیکس په فضیلتونو په خپل تقریر کې ويلي وو هغه خلق چې ټیکس ورکوي اصلي ښاغلي دي او باید ورته احترام ورکړی شي .

ښاغلي خان وویل چې څوک ټیکس نه ورکوي د وطن سره بد کوي او دا گناه ده.

هغه وویل که شتمن ټیکس ورنه کړي نو وطن ترقي نه شي کولې. عمران خان ټیکس ورکونکو ته انعامونه هم ورکړل.

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د عمران خان سیاسي مخالف او پخواني وزیراعظم نواز شريف په کال 2016 کې څه د پاسه پینځویشت لکه ټیکس او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په کال 2017 کې دیرش لکه ټیکس ورکړی وو.

عمران خان په خپلو انتخابي لوظونو کې ويلي وو هغه خلق چې ټیکسونه، نه ورکوي د هغوي خلاف به سخت گامونه اخلي.

خو د عمران خان مخالفين په سوشل میډیا وايي که عمران په خپله پوره ټیکس ورکړي نو کیدې شي پلویان یې هم پوره ټیکس ورکول شورو کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG