لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان به استعفا ور نه کړي، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، د مخالفه ګوندونو غورځنګ [پي ډي اېم] په غوښتنه به وزیراعظم عمران خان د 31م جنورۍ پورې استعفا ور نه کړي ځکه چې دا غوښتنه سياسي تقاضه نه لري.

قرېشي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم د وزیراعظم عمران خان نه د 31م جنورۍ پورې د استعفا غوښتنه کوي.

پي ډي اېم وايي که وزيراعظم د 31م جنورۍ پورې استعفی ور نه کړي د 11 ګوندونو غورځنګ به اسلام اباد ته لاريون وکړي.

پي ډي اېم نن په لاهور کې غونډه هم کوي.

دوه ورځې وړاندې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي ؤ د پي ډي اېم ټولې پرېکړې تاييدوي، د 31م دسمبر 2020 پورې به يې د ګوند د پارلیمان منتخب غړي استعفاګانو د ګوند سره جمع کړي او د حکومت پرضد غورځنګ چې په راتلونکې کې کومې پرېکړې کوي بيپلز ګوند به يې مل وي.

شاه محمود قرېشي وايي، د پيپلز ګوند بيانيه د پي ډي اېم د دريځ نه بدله ښکاري.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG