لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: ټایګر فورس دې د قحطي ملخانو او د چاپیریال بدلون په هڅو کې مرستې وکړي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کرونا وبا ضد د خلکو سره د مرستو لپاره جوړ شوی ټایګر فورس نه د چاپېریال بدلون او د قحطي ملخانو د یرغل پرضد د مبارزې لپاره د حکومت سره د مرستې کولو غوښتنه کړی.

د جمعې په ورځ د کرونا ریلیف ټایګر فورس په نوم د رضاکارانو ډلی غړو ته په وینا کې عمران خان وویل چې حکومت د وایرس نه علاوه د چاپېریال بدلون او د قحطي ملخانو پرضد د مبارزی لپاره د هغوي مرستو ته ضرورت لري.

عمران خان وویل: " ملخانو 30 کاله وروسته د زموږ په ملک حمله کړی. نه یواځې موږ ، بلکه هند ، افریقا او سومالیا باندې هم دغه یرغل ډیربد تاثیر کړی دی. "

عمران خان زیاته کړه : " دوی(ملخان) په بنیادي توګه فصلونه په نښه کوي کوم چې د قحط لامل کیدی شي. نو د دې لپاره به موږ له تاسو وغواړو چې د انتظامیه سره همکاري وکړئ، چې څنګه د هغو سیمو سره مرسته وکړی چې اغیزمنه شوي دي. "

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې ادارې (ایف اې او) تیره میاشت ویلي وو چې د ملخانو له کبله په پاکستان کې د پسرلي او اوړي فصلونه له تباهۍ سره مخامخ کېدی شي او زیاته کړه یې وه چې که د قحطي ملخانومخه ونه نیول شه‌ نو دا هېواد به له څلور اربه ډالره مالي تاوان سره مخ شي.

د زیارت په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم د قحطي ملخانو پرضد تګلاره جوړولو لپاره په یوه غونډه کې ګډون کړی و او ویلي وو چې پوځ به د ملحانو پرضد جګره کې مرسته کوي.

که څه هم عمران خان په خپلو خبرو کې څرګنده نه کړه چې د ټایګر فورس رضاکاران به څنګه د قحطي ملخانو پرضد مبارزې لپاره کارولی شي.

د کرونا ریلیف ټایګر فورس د جوړولو په وخت عمران خان ویلی وو دوی به په ټول پاکستان کې وېشل کېږي او چې په کومه سیمه کې دکرونا زیاتې پېښې مخې ته راځي نو دوی به هلته د خلکو کورونو ته خورک وروړي او خلکو سره به نوری مرسته کوي.

خو د پاکستان اپوزیشن یا مخالفه ډلو د کرونا وایرس ناروغۍ لپاره د ټایګر فورس جوړولو باندې په عمران خان او د هغه په حکومت سختې نیوکې کړي وی او دوی ویلي چې واکمن تحریک انصاف حکومت غیر منتخب خلکو ته د کلیدي چاری وسپاري او د کویډ - 19 سره د مبارزې لپاره روانه ملي هڅې سیاسي کوي.

عمران خان د ټایګر فورس نه د چاپېریال بدلون کې هم د مرسته کولو غوښنه وکړه.

عمران خان وویل: "پاکستان چاپېریال د بدلون له لوی خطر سره مخ دی. زموږ په سیندونو کې اتیا فیصده اوبه د ګلیشیرونو نه راځي. زموږ راتلونکي نسلونه به له ستونزو سره مخ وي ځکه چې په سیندونو کې به د اوبو کچه را ښکته شي. "

ښاغلي عمران خان د موسمیاتي بدلون دې مبارزه لپاره د یوې هڅې په توګه ، د ټایګر فورس د غړو نه وغوښتل چې د حکومت د پاک او شین - زرغون پاکستان په کمپاین کې برخه واخلي چې د هغه په وینا به ټول پاکستان کې به 10 اربهونې کرل کېږي.

پداسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د اغیرمنه خلکو شمېر ورځ تر بله په زیاتیدو دي عمران خان په ولس غږ وکړو چې خلک دې احتیاط نه کار واخلي او د ښودل شوي لارښونو باندې دې عمل وکړي ځکه چې پاکستان یو بل لاک ډاون یا ټول بندیز نشي زغملی.

په پاکستان کې د تازه شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه د مړه خلکو شمېره 1838 ته رسېدلې دهاو د کرونا وايرس د ټولو اغېزمنو شمېره 90 زره نه سېوا شوې ده.

XS
SM
MD
LG