لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر په روس کې د نیول شوي امریکايي خبریال د ازادۍ غوښتنه کړې


ګرشکوېچ د امریکې د وال سټريټ ورځپاڼې خبریال دی د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په يکېټرېنبرګ ښار کې ونیول شو. دغه ښار د ماسکو نه د ۸۰۰ کلومېټرو په فاصله پروت دی
ګرشکوېچ د امریکې د وال سټريټ ورځپاڼې خبریال دی د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په يکېټرېنبرګ ښار کې ونیول شو. دغه ښار د ماسکو نه د ۸۰۰ کلومېټرو په فاصله پروت دی

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن غوښتلي چې په روس کې د جاسوسۍ په الزام ګرفتار امریکايي خبریال اېون ګرشکوېچ دې ازاد کړی شي.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وویل بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف سره په ټېلې فون خبرې وکړې او د امریکې د وال سټريټ جنرل ورځپاڼې خبریال ګرشکوېچ د ازادۍ غوښتنه يې وکړه.

د سټېټ ډپارټمنټ بیان وویل بلېنکن د امریکي د پخواني مېرین عسکر پال وېلان د ازادۍ غوښتنه هم کړه. وېلان هم د جاسوسۍ په الزام په روس کې نیول شوی دی.

یو امریکايي چارواکي رويټرز خبري ادارې ته وویل بلېنکن په خپلو خبرو کې ګرشکوېچ په نوم یاد نه کړو خو صرف د خبریال ذکر يې وکړو.

د امریکې د قانون ترمخه سټېټ ډپارټمنټ د هغه وخت پورې د یو امریکايي شهري په اړه څه نه شي وېلی ترڅو دغه شهري په دې اړه دستخط شوي اجازت نامه نه وي ور کړې.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د روس خارجه وزارت وویل لاو روف بلېنکن ته وویل چې واشنګټن دې خبریال د ګرفتارۍ نه سیاسي مسله نه جوړوي.

د رویټرز ترمخه لاو روف د نورو روسي چارواکو دا خبره تکرار کړه چې خبریال رېډ هېنډېډ یا په موقع نیول شوی دی خو په دې اړه یې ثبوت وړاندې نه کړو.

ګرشکوېچ د امریکې د وال سټريټ ورځپاڼې خبریال دی د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په يکېټرېنبرګ ښار کې ونیول شو. دغه ښار د ماسکو نه د ۸۰۰ کلومېټرو په فاصله پروت دی.

د ماسکو یو عدالت د جمعې په ورځ امر وکړو چې ګرشکوېچ دې مقدمې د شروع کېدو نه مخکې د می د ۲۹ نېټې پورې په حراست کې وساتل شي.

د وال سټريټ جرنل اېډيټر ان چیف اېما ټکر په ګرشکوېچ لګول شوي الزامات رد کړل.

خبریالانو د تحفظ ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز ویلي چې د ګرشکوېچ وکیلانو ته هغه سره د ملاقات اجازت نه دی ورکړی شوی.

ځېنې څېړونکي دا پوښتنه کوي چې ایا د ګرشکوېچ ګرفتاري د برترۍ ترلاسه کولو د روس کوښښ خو نه دی؟

ای اېف پي خبري اداره وايي یو شمېر امریکايي شهریان دا وخت په روس کې په حراست کې دي او ماسکو او واشنګټن په يو بل الزامات لګوي چې د سیاسي مقاصدو دپاره د یو بل شهریان ګرفتاروي.

یادونه: په دې خبرې کې ځینې معلومات د کېرولاین پرشوټي د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG